نظــر

د امت مدبر امیر!!!

م سعادت مهاجـر:

د شهید امیرالمؤمنين ملا اختر محمد منصور تقبله الله د اتم تلين په مناسبت
۱۲ ذي القعدة، ۱۴۴۵ هـ.ق / ۱ جوزا، ۱۴۰۳هـ.ش/۲۰۲۴، مئی ۵، ۲۱ء /

د امت مدبر امیر!!!

د امت محسن،مدبر امیر په بدن سوی لوغړن دا دې عصر ریښتینی په دار پورې را ځوند شوی منصور لکه څنګه یې چې ښکلی نوم مبارک منصور منتخب شوی وو هم هغسې د نوم له اثره د منصور غوندې په دار هم شو

داسې امیر تقبله الله چې د خپل ماتخت مامورینو فدایانو سره یې خپله کړي وعده خپل قول ریښتینی او صادق ثابت قدم کړ

هم هغه و چي د فدایانو په شان یې نازک مبارک نازولی بدن په اور کې لولپه کړ.

متقي صیب یې په اړه داسې وایي

چې د شهید منصور صاحب جسد یې لیدلی و، راته وویل چې بدن یې داسې سوځیدلی و چې پوستکی یې تور سکور ګرځیدلی و او پیژندل یې سخت و. کله مې چې د دۀ دا حالت ولید؛ له ځان سره مې وویل، چې تر دې نوره زیاته قرباني نشته.

د وخت فرغونیانو نمردیانو ظالمانو په سرو سکروټو او په سره انګار کې لکه د غوښې غوندې د بارودو بمونو په لوګیو کې وریت کړ.

شهید منصور تقبل الله شهادته یو داسې امیر داسې رهبر سپه سالار لاروی و چې قربانۍ او ایثار یې بې انتها له شمار وتلي دي او په دې نني عصر کې به یې ثاني پیدا نشي

شهید منصور تقبله الله دا دې امت یو مدبرانه امانت داره دیانت داره شخصیت بهادر غازي او مجاهد رهبر و چې ۱۴۰۰ کاله ورسته د امیرالمومنین لقب ورکړل شو

او دا چې خپل مسؤلیت یې په ډیر سخت خالت په عجیب او ناهیریدونکي انداز کې ادا کړ فکر نه کوم چې څوک یې په دې عصر کې مثال پیش کړي او دا یاغي باغي نړۍ لوی لوی مخالفین ورته خیران ګوته په غاښ پاتې شول.

داسې مسؤلیت او داسې امیرتوب یې وکړ چې تر نن پورې یې په سپینه لمن باندې د پیغور بې غیرتوب د ناموسۍ تور داغ پاتې نه شو

د ملا محمد حسن اخوند حفظه الله چې اوس د افغانستان رایس الوزراء دی د هغه خولې قول دی چې زه په یوه مدرسه کې مدرس وم یعنې استاد وم ملا منصور تقبله الله هغه وخت کې طالب العلم و نو د ټولو طالبانو په رایو مشوره باندې منصور صیب د طالبانو لپاره په مدرسه کې صدر وټاکل شو
کله به چې د طالبانو څه خبره یا مشوره وه نو منصور صیب ته به یې وکړه او منصور صیب به د مدرسې نظام،یا مهتمم صیب سره شریک کړه.

نو د پورته کیسې په کتو باندې به ووایم چې منصور صیب له طالبۍ څخه مسؤلیتونه ادا کړي دي د نوموړي د اطاعت دیانت دارۍ امانت دارۍ شجاعت بهادرۍ برکت ده چې تر دې را ورسید چې دا دې سپیڅلي امت لوی درون مسؤلیت پر خپلو اوږو پنډه کړي دا لوی دنده په غاړه خپل ضمانت کې واخلي.
یو وړکی مسؤلیت ولې نه وي چې انسان ته ور غاړې شي ادا کول او سرته رسول یې ګران شي

داسې مې له مشرانو اوریدلي دي چې کله مشر ملا صیب وفات شو له هغه څخه ورسته کله چې لوې شورې ناسته پیل کړه په شوریٰ کي د مشرانو څخه ورته د امیرالمومنین دنده ور کړل شوه د مشر ملا صیب امانت ورته پاتې شو نو په دې وخت کې په بدن باندې یې خوله را ماته شوه

تر دې چې بدن مبارک یې په خولو کي جب جوب شو ځکه چې مسؤلیت ادا کول ډیر ګران او مشکل کار ده.بیا د ټول امت بوج په ځان منل لوی زړه او لکه غر هسکه حوصله غواړي.

الحمدلله د امت کوم رهبر ته چې مسؤلیت دنده ورکړل شوي ده

نو بیا یي په ډیرې امانت دارۍ وفادارۍ په دیانت سره سر ته رسولی ده.

مرحوم ملا عمر رحمه الله چې له دنیا رحت وکړ له فاني دنیاګۍ څخه د ابد په لورې وکوچید نو امت یې یتیم بې اسرې پاتې شو

له دې بعد ملا منصور تقبله الله غورځیدلی امت را پور ته کړ

د یتیم امت فرورش یې پر غاړه واخیست تیت پرک،ټوک ټوک امت یې را ټول او یو ځای کړ

د امت برم او مینار یې هسک لوړ او باد وساتلو

دا امت یې په خپله له رحم ډکه غیږه کې را ټول کړ د رحم شفقت لاس یې پرې را تیر کړ

د مینې محبت څادر یې پرې خور کړ لکه یو خیوان چې خپلو وړو بچیانو باندې د شفقت رحم د زړه خواخوږۍ وزر خوره کړي

امیرتوب یې

‏د ننګرهار اوسني والي ملا محمد نعیم صیب وایي

چې یؤ ؤخت د شپې تر ناؤخته لۀ (شهید امیرالمؤمنین منـصور) تقبله الله سره پۀ کارونو بوخت ؤم ستړی شؤم او ؤیدۀ شؤم.
د شپې ۳ بجې شاؤخؤا راؤيښ شؤم چې ګورم منصور صیب تلیفون کې ګؤتې ؤهي.

ؤايي حیران شؤم، ؤرته مې وویل چې مشره ؤیدۀ شه ناوخته دی، هغه راته وویل تۀ ؤیدۀ شه زما لۀ مسولیتونو یؤ دا هم دی چې میډیا ؤڅارم. سبحان الله.

په دې به یې ختم کړو چې د امت مدبر امیر د امت لپاره بې ساره قربانۍ او ایثارونه وکړل.تاریخ به یې هیڅ کله هم هیرې نکړي.

څو کرښې ډالۍ

یو پتنـګ لــه شـمـــعــې تاویــده، ټوکیده
په ســره انـــــګار کـــې لــوبـیده، ټوکیده

لکه منصور غوندې منصور دا دعه وخت
په دار پــــسې ځــــــوړنــدیــده، ټوکیده

وعده یې سر کا، او ټوک ټوک په بـدن لاړ
سپین شهـــــادت تــه مـــوڅـیده، ټوکیده

ښاپیریو غېــږ کــې وا خــیست تر جنــته
د ډرون حــــمـلـه کـــــې لـګــیـده، ټوکیده

د قافلـــې ســـر ته روان منصور امیـر مو
رهبـــــر لـــه کــــاروانه بیـــلیـده، ټوکیده

لکه چې څیر شي غاړه داسـې پــرې شــو
د ژونــــد لـه هــاره غــــورځیـده، ټوکیده

څــه ناتــرسه انقلاب را ځینې واخیــست
سعـــادت لــــه څـنـــګه کـوچیده، ټوکیده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx