شعـــــرونه

تسلیت ورکوه

سعادت مهاجر

تصویر مې ما اخله زما بچو ته تسليت ورکوه

زه یم اخیستي زنکدن سختِ سلګۍ صاحبه!

داکوم ظالم راته مظلومه لوپټه په بم سوری کړه

ډیره بې قدره وم پراته خوارۀ مورکۍ صاحبه!

په زړه مې خخې وې د ستا دبم برچې غلامه!

د تن په وینو کې مې سورشولو ټکرۍ صاحبه!

د مادر جان بلند شو دا نعرې لکه تا نه اوریدې!

څه ؤ چې تا مې ړنګوله ژوند کیږدۍ صاحبه!

سعادته بیا موښکلی کابل جان په وینو سورلاړلی

دا ولې چا پرې را ویشتلي دي مرمۍ صاحبه!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx