نړۍ

دکانګریس د ۸۱ غړو په شمول ۲۴ میلیونه امریکایان له افغانستان څخه دفوځیانو ايستل غواړي

US_CONGRESS

نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۷) واشنګټن: وکانګریس ته دډاویډ پټریاس له وینا څخه سو ساعته وروسته دکانګریس ۸۱ غړو وولسمشر اباما ته یولیک ولیکي اوپه هغه کی یی له اباما څخه وغوښتل چي خپل هغه پلان باید
جدی ترغور لاندي ونیسي کوم چي نوموړي ویلي وه دکال ۲۰۱۱ دجولای په میاشت کي به له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو دایستلو لړي پیل کوي.


۳۱مذهبي اودبهرني سیاست جوړونکو تنظیمونوچی تقریبا د۲۴ میلیونه خلګو نمایندګي کوي دګانګریس د۸۱ غړوله لوري دترتیب شوي لیک تایئد کړي  اوله اباما څخه ورته غوښتنه کړیده.
پاول کاویکا مارټن دسولي پلوه ګوند مشر چي ۱۹۵۷ کي یی په امریکا کي بنیا دایښودل شوي وه اوپه امریکا کي ترټولو لوی ګوند دي ویلی دي چي امریکایی ولس له مالي ستونځو سره مخ ده اوس وخت راسیدلي دي چي دافغانستان په اړوند دپنټګان پیچیده اومشکلات زیږونکي  عسکري سیاست ته دپای ټکي کیږدو اوپرځای یی
یو اسانه لارولټوو ترڅو دافغانستان مشکل له عسکري لاري څخه نه بلکه له سیاسي لاری حل کړو دبمونو اومزایلو پرځاي باید له خبرو اومذاکراتو څخه کارواخلو اوپه افغانستان کي باید دبیا ابادوني پروسه پرمخ بوزو.
دګانګریس غړي باربارا لي، چا چي داباما لپاره پورته لیک چمتو کړي وه په خپلو خبروکي زیاته کړه چي امریکني ولس په غوټ اکثریت سره داباما دهغي سټراتیژی چي دروان کال دجولای په میاشت کي به له افغانستان څخه دځواکونو راایستل شروع کوی په کلګه حمایت کوي، نوموړي زیاته کړه وخت رارسیدلي دی چي نور روان کړکیچ ته دپای ټکی کیښودل شي
اودامریکي اقتصاد ته  پاملرنه وشي دخلګو لپاره روزګارپیداشي.
په امریکا کي دافغانستان دجنګ په اړوند ټول پوښتنه روانه ده اوډیری امریکایان دافغان جګري مخالفت کوي، تیره اوني چی دافغانستان دجنګ په اړوند کومه ټول پوښتنه  دواشنګټن پوسټ (ABC NES)لخوا شوی وه ، له درو څخه دوو برخو امریکایانو دافغانستان دجنګ مخالفت ښودلي وه، رایه ورکونکو زیاته کړه چي افغانستان کي روانه جګړه دامریکني ولس په ګټه نده
اوله ولسمشر اباما څخه یی غوښتي دي چي راتلونکي وړي کي زیات شمیر امریکایی ځواکونه باید له افغانستان څخه راوباسي.
دسولي غوښتونکي ګوند په دی وروستیو کي  مختلفی ټولني جوړي کړيدي ترڅو داباما له ملګرو اومرسته کونکو څخه لاسلیکونه واخلي چي پرولسمشر اباما باندي زور راولي ترڅو سر له اوس څخه دځواکونه را ایستل شروع کړي او له هغي نیټي څخه مخکی لادقواوو رایستل پا ی ته ورسوي کوم چي داباما اداري لخوا ټاکل شویده.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close