افغانستان

پاکستان له افغان حکومت څخه د دوی د لاسوهنو شواهد غواړي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): پاکستان له افغانستانه غوښتي چې د دوی د لاسوهنو په اړه دې شواهد ورکړي.

بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر مشاور سرتاج عزیز د پنجشنبې په ورځ ویلي چې افغان چارواکي دې د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو بریدونو، تروریستي بریدونه کول او د پاکستان لخوا په افغانستان د راکټونو بریدونو په اړه دوی ته شواهد ورکړي.

سرتاج عزیز په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي سره په یوه کتنه کې وویل چې دوی باثباته، با امنه او متحد افغانستان غواړي.
سرتاج عزیز همدا راز وویل چې دوی له افغانستان سره دوه اړخیزو درناوي پر اساس ښو اړیکو ته ژمن دي.

په دې وروستیو کې ولسمشر کرزي په پاکستان تور پورې کړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي. همدا راز په وار وار افغان چارواکو د ټولو هغو بریدونو چې د طالبانو له لورې ترسره کیږي، په پاکستان پسې تړلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hamid

Afsos

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x