نظــر

په باګرام زندان کې د یوسف مخي یادګار

لیکنه: ارسلا مفتون/ ابرار بهیر

یو داسي ځای، چې پیړۍ پیړۍ وروسته به یې د ظلم، وحشت، شکنجو او بربریت کیسې د تاریخ په پاڼو کې د ویونکو او اوریدونکو تر سترګو او غوږونو پوري رسیږي.

دا هغه ځای دی، چې ډیر یوسف مخي پکښې په ډیر ظلم ساتل کیدل او ډیرې یعقوبي سترګې ورپسي ړندې شوې وې.

دا هغه ځای و، چې ډیر تنکي ګلونه پکې مړاوي او رژیدلي دي، ډیري تنکۍ غوښې پکې کباب سوي او ډیر پکښې بې اوره سوځیدلي دي.

هغه ځای، چې چا پکښې د انسانیت په نامه څه نه پیژندل، د انسانانو په جامه کې لیوان و او د انسانانو پر غوښو یې د ژوند ګذاره وه.

دا داسې یو ځای و، چې له هرې پنجرې او دیوال څخه یې د وحشت او بربریت بوی را ولاېدی.

دلته به انسانانو ته د لیوانو چلونه ور ښودل، روزل کیدل به او بیا به یې په نیمه شپه د ډیرو مظلومو او بې ګناه مسلمانانو تر کورونو رسول او ډیر به یې د ژوند له نعمت څخه ورباندې بې برخې کول.

دلته به انسان له خپلو ټولو حقه حقوقو څخه بې پاته و، نه خوب، نه خوراک، نه استراحت او نه د ژوند نور سهولتونه و، بلکې ډیر یوسف مخي په کې د ژوند له حق څخه محروم پاته و.

موږ هغه دیوالونه او پنجرې په داسې حالت ولیدې چې د وحشت او ظلم بوی ترې راتلو او ډیرو ځوانانو یادګارﺉ پکې په خپلو وینو لیکلې وې.

مولوي محمد طاهر شاه صديقي چې په 2007 کال کې په یوه چاپه کې اماریکایانو تر باګرامه رسولی و، نوموړی نن ټکي اسیا ته په خپلو خاطراتو کې وايې: ماته د ټول زندان په جریان کې بس همدا یوه ډير بده خاطره وه، چې پخپل کور افغانستان کې يې راته ویل دیس ایز مای هاوس/ دا زموږ (امریکایانو) کور دی.

۳۶ کلن حاجي مومن حمزه په باګرام کې بندي و او له باګرام تښتیدلی دی، هغه له نورو طالبانو سره دغه زندان کې الجزیرې خبریال ته هغه څه ښودلي چې امریکايي ځواکونو به دوی پرې شکنجه کول.

د راپور له مخې کله چې دوی زندان ته ننوتل د حاجي مومن سترګې په یوې څوکۍ ولګېدلې، نوموړي وویل چې دوی [امریکایانو] به زموږ پښې لاسونه په دغه څوکۍ پسې تړل او بیا یې برقي شاټونه راکول، کله کله به یې د وهلو لپاره دغه څوکۍ هم استفاده کولې.

د حمزه هم هغه ورځې یادې دي چې امریکايي ځواکونو به ورته برقي شاټونه ورکول، سرښکته پښې بره به په ساعتونو ځوړند و، ویده بندیانو باندې به اوبه او ګاز شیندل کیدلو، په داسې کوټو کې به ساتل کیدل چې کړکۍ يې نه درلودې، تنهايۍ کې به په اونیو اونیو او میاشتو میاشتو ساتل کیدل، برق به يې یا بند و یا به ۲۴ ساعته لګیدلی و.

یو پخواني بندي الجزیرې نړیوال تلویزیون ته وویل: چې یو ځل څوک باګرام ته ننوتل بیا یې د وتلو لاره نه شته دی؛ او که ته جنګیالی [طالب] هم نه وی باګرام څخه په وتلو درڅخه جنګیالی جوړيده.

باګرام زندان په ۲۰۰۱ز کال کې د باګرام هوايي ډګر دننه امریکايي ځواکونو جوړ کړ او په کې ۵ زره کسان بندیان ول. دغه زندان په اګست میاشت کې طالبانو مات کړ.

خو!

الحَمْدُ ِلله کلونه وروسته دې ځای ته فاتحین ورغلو، هلته د پرون له ټولو حقوقو محروم اسیر ځوان ازاد او فاتح ولاړ و، د ظلم او بربریت ټول دیوالونه یې نړولي و، د امن فضا خوره وه، د وحشت ځنځیرونه مات شوي و، له بند خونو د مظلومیت سوې کریغې نه راتلې او په یو داسې ځای بدل شوی و، چې انسانان څه چې مرغانو هم په کې د ژوند تېرولو لپاره د امن کورونه جوړ کړي و.

اما! په اخیر کې مې یو څو خبرې په پراخه سینه او غور سره واورﺉ!

هره فتحه او د اشغال څخه خلاصون هسې په ټوکو، سوال او زاریو نه راځي، بلکې کلونه مبارزې، ستړیاوي، شبګیرې، مهاجرت، شهادتونه، زخمونه، بندیتوب او نورو لوړو قیمتونو په بدل کې لاسته راځي، هره سوکالي، ازادي او خپلواکي په بدل کې لوړه بیه پرېکول غواړي؛ نه یوازې پیسې، زر او مادیات بلکې نسلونه په کې له مینځه ځي او تللي دي.

له اشغال څخه وروسته ټول سهولتونه درته د شهیدانو په وینو، غوښو او هډونو په بدل کې پریوتي، چوکۍ د شهید له هډونو او د موټر تیل درته د هغوی د وینو په قیمت تمام شوي.

ګوره ډیر احتیاط وکړه، چې ضایع یې نه کړې، که چیرته دي خیانت وکړ نو نه به دي الله ﷻ وبخښي او نه به دي هماغه ګل، ګل قربان شوي وجودونه وبخښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx