ادبي لیکني

د نزاکت پوهیدنې تعلیم په ځیني لنډو کیسو کښی

سید عبید الله نادر

هغه لندې کیسې او مضامین چې په کښي د نزاکت پوهېدنې او اخلاقوتعلیم پروت دی،تربیوي او اروایي اړخونه هم لري ،یو څو زما تخلیقي لیکني او څو ژباړي ورسره دي

د نزاکت پوهیدنې تعلیم په ځیني لنډو کیسو کښی

د نزاکت پوهیدنۍ د آدابو یو بل اړخ

د مجلس د آدابو څخه یو هم دا ده ، چې انسان په مجلس یا غونډه کې ، د یو بل سره غوږ غوږوني يا پتي خبري ونه کړي ، یعني د حاضرینو په مخ کې د چا غوږ ته ورنزدې نه شي چې په اصطلاح (وپسیږي ) ځکه د ناستو خلکو په ذهنونوکې جلا جلا تصورات رامینخ ته کیږي ، او که رسمی غونډه وي ، نو مقابل لور داسي تصور کوي ،چې زما د لیاقت او اهلیت په هکله وغږیدل ،او یا هم داسي فکر وکړي چې په ما یې ریشخند وواهه ،هر څوک فکر کوي چې شاید زما په باره کې یې څه ویلي وي ،او دا کار د نزاکت فهمۍ او نزاکت پوهیدنۍ د آدابو څخه لیري یو کار دی ، شاید چې ځیني کسانو چې دا تصور کړی وي چې دوی زما په هکله غږیدلي ډیر متأثره شي ، نن ورځ خو ډیره مترقی زمانه ده ، او خلک څه نا څه په علم سمبال دي ،او د مقابل لور د حرکاتو نه هم یو څه درک کولای شي ، ځکه خلک طبیعتأ د پر له پسي اړیکو سره په ټولنه کې ، خود په خود یو څه ارواح پوهنه زده کوي ، چې آیا دوي د چا په باره کې خبري وکړې ، خندا ګانې خو بلکل د نزاکت نه لیري خبره ده ، انسان نه یواځي په مجلس کې په خبرو اترو تلل کیږي ،بلکه انسان په حرکاتو هم په مجلس کې تلل کیږي (وزن) کیږي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د لیري لید خاوند

وایي چې ډیر یو غشتلی ځلمی ځوان په یو مست او ټکړه آس سپور وو ، او بیدیا ته یی مخه کړه داسي یو ځای ټه په خپل سفر ورسیده ، چې د بیدیا څخه په وتو کې وو نو د لیري څخه یوه ونه ورته ښکاره شوه ،چې د وني لاندي راورسید ګوري چې یو شل د وني لاندي ناست دی ، شل ډیر په عذر او زاري خواست ترې وکړو چې ورسره مرسته وکړي چې معذور دی ،ځوان د خپل د آس څخه را کوز شو .او دا چې ډیر غښتلی وو ، شل یی په دواړه لاسو جګ کړ او د آس پاسه یی کښیناوه ،شل د وخت څخه په استفادی سره آس ته ممیز وکړ او لیري یی خپلي خپي وغزولي ،چې یعني ځان یی په ټګۍ وهلی وو ،ځوان پرې ورږغ کړه چې یوه خبره زما نه واږوره ،او هغه دا ده چې دا قیصه په خپل ټول عمر کې چاته ونه کړې ،او دا زما نصیحت دی تاته ،دا ځکه چې ځوان په خپل بیداره روح او دماغ ، او طبیعی استعداد سره چې خدای تعالی ورکړی وو ، د دي قیصي په منفي اغیز په انسانانو باندی پوهیده ،ځکه که دی ، دا قیصه خلکو ته وکړي ،نو د سخاوت او مردانګۍ تخم به ،په دوی کې محو او خلک به دي ته راوبولي چې د مردانګۍ ، سخاوت ، او فدا کارۍ تخم به د ټول عالم بشریت څخه ورک کړي .او خلک به جرأت و نه کړي چې چا سره مرسته وکړي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د نزاکت پوهیدنۍ یو نوی مضمون،

کارغه او سپین ږیری

سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چې د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي ،او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسانیت ته څومر لارې شته ،نو زه هم د هغې سپین ږيري په پیروي ودریدم تر څو هغه کارغه اوبه وڅښي ،او یو ډیر لوی درس می د نزاکت پوهیدنۍ او اخلاقو واخیست ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د افسوس عالم

سپین ږیرۍ بوډا چې ملا یی کړوپه وه ، او په رپانده لاسونو کې یي لکړه وه په لاس ،سر یی ښکته نیولی ،او دوه د لټون سترګي یی د ځمکي په لور ښخي کړي وي ، تا به وییل چې ګوندی څه لټوي ، او په ژور سوچ کښی وو ډوب ، یو ځوان هلک لاروی چې تر څنګه یي تیریده ، نو د ټوکې په انداز کې یي ورته وییل : با با په خاورو کې څه لتوې؟ با با په انتباهي انداز کې ورته ووییل :د افسوس په یو عالم کې لټومه مي ، په خاورو کې ځواني ،

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه

نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځیو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي .
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د شیخ ابو سعید ابوالخیر رحمت الله علیه یوه لنده کیسه

شیخ ابو سعید ابوالخیرعلیه رحمه چې زړه یې د معرفت په نور روښانه وو ، او د روښانه زړه او شور خاوندان یې ،د خپلو اشعارو څخه ښه پیژندلی شي ،چې هر شعر یې د صاحبدلانو زړونو ته رڼا بخښي .

نو وایي چې مشهور عارف شیخ ابو سعید ابوالخیر څو درهمه جمع کړي وو ، یا راغونډ کړي وو ، چې پر هغي د حج د فریضی د ادا کولو مصارف پوره کړي ،نو د یو کاروان سره یو ځای شو ،او داچې د سورلي د پاره یې وسه نه درلوده ،چې یو حیوان کرایه کړي ،په همدې ډول د کاروان سره یې په پښو مزل کوۍ ،تر څو کاروانیان د سټریا د رفع کولو د پاره یو ځای کې تم شول ،شیخ ابوسعید د لرګیو او خځلو د جمع کولو د پاره د کاروان په شا اوخوا کې بوخت شو ،د یوې ونی لاندی یې یو سپین ږیری کس ولیده ، چې جامی یې ډیری زړې او شلیدلي دي ،دهغي د احوال څخه یې پښتنه وکړه ،هغه ورته شرح ورکړه ، د احوال په پښتنو او ګرویږنو کې شیخ اوبو سعید دا ټکی یې د ده د وینا څخه درک کړ ، چې د بیکارۍ او خجالت له وجهی څخه خپلو بچیانو په وړاندی یې دلته پناه راوړي ، او څو ورځي کیږي چې ماشومان یې ، او دی پخپله وږی دی ، نو شیخ څو درهمه چې په ملا کې تړلي وو ،هغه یې راویستل ، او ورته یې ورکړل، اووې وویل : لاړ شه د خپلو بچیانو او خپل خرڅ دي پرې وکړه ،بینوا سړي ورته وویل: زما رضایت نه دی ،ځکه ته په سفر د حج کې یې او کم خرڅه کیږې ،تا ځان پوره بی خرڅه کړ تر څو زه د خپلو ماشومانو د پاره نفقه برابره کړم ،شیځ ورته وویل : زما حج ته وي ، او که زه اوه ځلي ستا له شاه او خوا(دور و بره) څخه وګرځم ،دا به ډیره غوره وي ،نسبت و هغي ته چې اویا ځلي د هغي بنا څخه تاو راتاو شم ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

لقمان حکیم
لقمان حکیم ، هاغه روښان ضمیره او با تجربه پیر، د داسی یو کس غلام وو ، چي هغي ډیر غلامان درلودل ، خو دده بادار ته لقمان حکیم د خپلي هو ښیارۍ ،پوهی فراست او نزاکت پوهیدنی په لحاظ ډیر ګران وو .
بادار یي د غلامانو په ډله کې لقمان حکیم ته یو خاص نظراو په تیره ډیره مینه یي ورسره درلودله .تر دي حده پوري چي په دسترخوان به ډوډۍ راغله نو د لقمان حکیم بادار به ورته لاس نه کاوه چی مګر لقمان به ډوډۍ خلاصه کړه . ده به د لقمان حکیم وروسته پاتی ډوډۍ و خوړله ،دا هغه لورینه وه چی د لقمان حکیم بادار لقمان حکیم ته د حکمت،پوهی،معرفت او نزاکت پوهیدنی په وجهی یي لقمان حکیم ته درلوده .یوه ورځي دده ارباب ته چا یو خټکی د تحفی په توګه راوړه .ارباب یي لقمان ته مخامخ کشیناست او هغه خټکی یی تری تری کړ(قاش قاش) کړ.او هره تره یا قاش به یي لقمان ته ورکوله ،لقمان حکیم به هغه تره په ډیر اشتها په ورین تندی او په مزی خوړله ،کله چی د ارباب پام دي ته راواوښته، چی لقمان په ډیر مزی سره خټکی خوری نو آخری قاش یی خپل ځان د پاره واخیست، او خپله یي وخوړ ده چی د خټکی قاش صرف خولي ته نژدي کړ نو پوه شو، چي لکه زهرتریخ دی ، او ستونۍ یي بلکل تریخ شو . او حالت یی ورته خراب کړ . ارباب لقمان حکیم ته وویل :څرنګه دي دا تریخ خټکی وخوړ؟ ولي د هغي د خوړلو نه دي انکار و نه کړ ؟کولای دي شوای چی عذر او بهانه راوړي یعنی دا تریخ خټکی ونه خوری؟ . لقمان په خپل حکیمانه او پند آمیزه انداز کې ورته وویل :تا په کلونو،میاشتو،ورځو،او عمرونو، ماته دیر ډیر مزه داره او خوازه خواړه راکړي او ډیر ډیر دي په خپل مهربانی ګانو او لورینو نازولي یم ، د انصاف نه ډیره لیري خبره وه چی یو ځل ستا د لاس نه په ترخو می شکایت کړی وای ،د حق شناسۍ او وفا دارۍ رسم دا تقاضا کوله ، چي د زهرو په نیشونو هم په خپل څیره کې ، یا تندی کې ګنجی رانه ولم .(زه فکر کوم چی د نزاکت فهمی ، او قدر شناسۍ د پاره ښه درس همدا وي دا حکایت په خپل وار سره د انسان په ضمیر رڼا خوروی)
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په ږیره غولیدل

وایي چي د سلیمان علیه سلام په زمانه کې یو مرغه د اوبو څښلو په نیت د یوی چیني په لور والوته خومارغه د چیني په شااو خوا کې ماشومان ولیدل نو دومره انتظار یي و ایست چی ماشوما د چیني نه ولاړ شي . کله چي مارغه د چیني په لور د کوزیدو خیال وکړ . نو دا ځل یو سړی د ډیری ښایسته او مهذبی ګیری سره د اوبو چښلو په نیت چیني ته راکوز شو .مارغه د ځانه سره سوچ وکړ . چي دا خو ډیر با وقاره انسان دی . او په ډیري ښایستي ږیري سمبال دی . نو دده له خوا به ګوندی ده ته کوم آزار نه رسی . نو چیني ته راکوزه شوه . خو سړي د مارغه وخواته ډبره واره کړه ډبره د مارغه په سترګه و لګیده ، او یوه سترګه یي ړنده شوه .مارغه خپل شکایت سلیمان علیه سلام ته یوړ حضرت سلیمان علیه سلام سړی احضار کړ . او په محاکمه او قصاص یي محکوم کړ . مارغه د صادر شوی حکم پر وړاندی غبرګون وښود .او اعتراض یي وکړ .چي ددي سړي سترګي ماته آزار نه دی رسولی بلکه دا د هغی ږیره ده چی ماته یي دوکه راکړه . او ما داسی ګمان وکړ او دومره مطمین شوم چی د چینی تر خولي زه په خپله یم .نو عدالت ته به دا ډیره نژدی وي که ددي سړي ږیره وخراييل شي . تر څو نور لکه ماغوندی دده په ږیره دوکه نه شي . (نو ددي حکایت څخه په پند اخیستو سره کوښښ و کړئ چي د یوي باوقاره قیافی او مهذبی ږیری دروند والۍ وساتئ)
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د حکمت نظاره

ډیر ځله به په کوچنیوالي کښي ،چې د خپلو مشرانو تر شا روان وو ،نو د هغوي عادت داسي وو ،چې په لارې کې به یی کوم کاغذ تر سترګو شو ،یا په لارې کې به پروت وو ،هغه به یی په دي نامه چې ګوندی د خدای (ج) یا پیغمبرانو نومونه په کې نه وي ، او د خپو لاندی نه شي ، هغه به یي اوچت کړ او د لارویانو د خپو نه به یی لیري چیرته کېښوده ،څرنګه چې دا عادت راته د خپلو مشرانو نه په میراث پاتي وو ،نو د هجرت په دوران یا په کلنو کې د پیښاور د ټاون د نهر تر غاړه روان وم ،تر مخه می یوه شلیدلي پاڼه چې د ماشوانو د مجلي څخه شلیدلی پرته وه ، ما هم په دي نامه چې د خدای یا رسول نوم پرې نه وي لیکلی ،نو د خپو لاندی نشي نو دا څیرلی پانه می چې د رنګین کمان د مجلی وه اوچته کړه ، چې کاته می دوه څلوریځي ، او یو نعت شریف په کې وو چې دوه څلوریځي یوه یی د حب وطن او بله یی د خدای تعالی په ثنا او صفت کې وه ،دا دوه شعرونه زما وو ،او نعت شریف د بل چا وو ،
نو ماته دا د حکمت نظاره او د پند څخه ډکه خاطره وه ، ځکه د حیرانتیا خبره دا ده چې ګوندی انسان دي یوه پاڼه د ځمکي څخه اوچته کړي ، او هغه دي د خپله د شاعر خپل شعر وي ،دا ۱۳۷۹کال او زما د هجرت شلم کال وو ،چې د دي پاڼي یوه څلوریځه چې د خدای ج په ثنا کې وه ،او د حضرت سعدی صاحب د یو شعر نه په الهام اخیستو سره می وییلي هغه دا ده .

هرورقی د ګلشــن کې ستـا حکمت دی
د بلبلو په ثـــنا کې ، ستــا صـــفت دی
په نظر د عـبرت بین ،په دي چمن کې
هره پاڼه یــــي ، دیوان د مــعرفت دی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د سعدی د ګلستان د حکایاتو څخه

یوه ډله د حکماوو څخه د کسری په دربار کې د یو مصلحت د پاره سره راغونډ شوی وو .

او خبری یی کولي بزر جمهر چی تر ټولو عالم او فاضل کس وو د ډلی څخه لیری او چوپه خوله ناست وو .نو د وزیرانو د ډلی څخه چي د مصلحت د ورکولو د پاره ناست ول ، بزرجمهر ته یي وویيل چي ولی زمونږ په ډلي کې نه راځې او خبری نه کوی . بزرجمهر وویيل : چې وزیران د طبیبانو په مثال دي طبیبان دارو نه ورکوی ، مګر مریض او نا خوښ ته. زه چي وینم ستاسو رایه د صواب په لاره ده نو ماته د حکمت نه لیری ښکاري چي پر دي موضوع باندی خبرې وکړم
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د سعدی علیه الرحمه د ګلستانه څخه ښکلي انتباهي ، تعلیمی، تربیوی کېسه

یو جهاندیده او د تجربی خاوند یو حکیم ،خپلو زامنو ته داسي پند او نصیحت ورکولو ، چې د پلار د زړه سرو هنر زده کړئ ، ځکه په ملک او دولت د دنیا هیڅ اعتبار نشته ، او نه دی په کار ، زَر او جواهر په سفر کې په خطر کې دي ،یا یې درنه غله وړي ،او یا درڅخه په مدار مدار مصرفیږي ،لیکن هنر روانه او زیږنده چینه ده ، او تلپاتي دولت دی ،که هنر مند د دولت څخه و غورزیږي ،د هغي غم نشته ،ځکه هنر په خپل نفس لوی دولت دی . هنرمند چې هر ځای ته لاړ شي ، قدرویني او پاس کیني ،بی هنره مړی ټولوي او سختي ویني ،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx