ادبي لیکني

ښاري هلک

سید ادریس سادات

زما عمر تقریبا شپږ شپیته کاله دی.

زه به دری کلن وم، چې دې ښار ته راغلم.

زه پدې ښار کې ډيرې خوندورې خاطرې لرم، لکه د خلکو مینه، د ملګرو سره خنداوې، ، د مور مینه، د پلار مینه، د خویندو مینه، د ورونو مینه، د پیسو ګټل او د پیسو نه وروسته د خلکو زړونه ګټل.

او په خاص ډول زما د خپلې معشوقې سره هغه شیبی چې زما به هیڅ وخت هم له یاده ونه وزي.

زما ښار ننګرهار ؤ.

ما په ننګرهار کې پوره دری شپیته کاله تېر کړي.

دا ښار زما ټاټوبی دی، زه چې لدې ښار سره څومره مینه لرم، د خپلې معشوقې سره دومره مینه نلرم.

پدې ښار کې ما پوره پنځه ورونه درلورل، چې صرف همدا یو بنده ګار پکې اوس ژوندی دی.
او نور ټول، هر یو بېل بېل او په وار وار مو خاورو ته سپارلي دي.
د ورونو ترڅنګ مې پنځه خویندی هم درلودې، چې یوه پکې زما نه کوچنۍ وه.
خو بیا هم اوس پدې جهان کې نشته.
زه د کور وروستې غړی نه وم، بلکې د اخر له خوا نه دوهم غړی وم.
زما د کورنۍ هیڅ غړی هم پاتې ندی، او ټولو د مرګ د زهرو تریخ ګوټ څکلی دی.
زه نور د مرګ څخه نه ویریږم، ځکه مرګ به له ما دومره په سختۍ ساه وانخلي.
لکه د یو ځوان انسان نه چې یې اخلي.
صرف پدې ویرېږم چې آیا!
خدای به زما هغه ګناهونه راوبښي، چې په ځوانۍ کې مې کړي.
زه ډیر سپین ږیرې شوی یم، کومه لیکنه چې کووم امکان لري ډیرې غلطیانې ولري.
ځکه چې زه سم په سترګو نه وینم، ستاسو څخه مې هیله ده.
چې په غلطۍ پورې یې ونه خاندۍ، او که دا لیکنه د کوم مشهوره نفر لاس ته ورغله.
نو زه ترې هیله کووم، چې نشر یې تر څو نوي خلک چې کوم راروان دي هغوي یې ولولي.
امکان لري، د یو نیم ځوان زما په خبرو فکر ورسیږي.
او د خپل هغه ژوند په هکله فکر وکړي، چې ورته راتلونکی دی.
امکان لري، نوی نسل درسونه ووایې او شاګردان وروزي.
جوماتونه جوړ کړي، مکتبونه جوړ کړي، پلونه جوړ کړي، څاه ګانې وکني.
که نور هیڅ هم نه وي، زما په عمر کې خو به د وجدان له عذابونو خلاص وي.
دا فکر خو به نه کوي، لکه زما:
چې خا خدای راته څومره پیسې راکړی وې.
هڅې مې په بې حیا انجونو مصرف کړې.
په سینماګانو کې مې فضول وخت تیر کړ، په فلمونو او ډرامو مې قیمتي وخت برباد کړ.
هېڅ د خېر کار مې ونکړ، کاش چې مې د ورځې یوه یوه روپۍ خېرات ورکولای.
نو نن به مې پدې هم د زړه تسلي کېده، چې په خپل ژوند کې خو مې دوه ویشت زره شپږ سوه او اتیا روپۍ خېرات ورکړی.
په هر حال زه قبر ته ورنږدی یم، خو تاسې ته دا خبره کووم چې پدې دنیا کې لیاقت پېداکړۍ.
خواري وکړۍ، زحمت وباسۍ.
او ددې سره سره عبادت ته ډیر وخت ورکړۍ، د خدای نه دعاګانې وغواړۍ، چې اخره خاتمه مو په دا کلیمه پای ته ورسیږي.
لا اله الا الله محمد الرسول الله
وسلام.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx