ادبي لیکني

هر هنر؛ خپل یې ارزښت

لیڪ: عبدالله . بشرمل

له ادبیاتو سره د انسان خواخوږي شاید یو دا دلیل ولري چې د نصیحت، تشدد، او تنده ژبه نه ڪاروي بلڪه هر څه ستا قضاوت ته پریږدي.
ڪه ادبیاتو د نصیحت ژبه درلودای ښایې ڪوم اغیز چې اوس لري، په هماغه اندازه اغېز ناڪ نه وای ځڪه د نصیحت په اړه د یونګ دا خبره تر ډېره زما په فڪر سهي ده.
“سم نصیحت تر ډېره یو نامطمئنه درملنه ده، خو بیا هم خطرناڪه نده؛ ځڪه ډېر لږ تاثیر لري.”
په ټولنه ڪې د خلګو د نظرونو اختلاف طبیعي پدیده ده او هیڅ ڪله هم په یو ټولنه ڪې یوه ډله خلګ په زور د بلي ډلي خلګ د خپل فڪر ملګري ڪولای نسې او نه هم خپل فڪر په تشدد پرې تپلای سي.
ځڪه خو کارل ګوستاوویونګ دا نظر درلود چې هیڅ ڪله ستاسو فکر د بل د فڪر په قالب ڪې فيټ نسې راتلای.
“ڪوم بوټان چې ستاسو د پښو لپاره مناسب دي د بل چا پښې ټپي ڪوي، دغه راز داسي هیڅ یوه تګلاره نسته چې د ټولو ژوندیو موجوداتو لپاره مناسبه وي.”

کارل ګوستاوویونګ

د اختلاف درلودلو سره د زغم ڪچه لوړول هم حتمي خبره ده، ڪنه زموږ خوا ڪې خو د څو لسیزو جګړو تر اغېز لاندي د اختلاف لفظ لا په دښمنۍ تعبیریږي. دلته لا هم اختلاف ته په بدبینانه نظر ڪتل ڪیږي. د اختلاف یوه ګټه داده چې په ټولنه ڪې تنوع ته ځای ورڪوي او ټولنه د هماهنګي لوري ته بیایې. د اختلاف وروسته دویم بحث چې په ټولنه کې باید عام خلګ ورباندي لا ښه برلاسی ولري هغه د انتقاد منل او انتقاد ته په خوشبین نظر ڪتل دي. دلته لا هم پر شعر و شاعرۍ ڪلڪ ګذارونه کیږي او هر لیڪوال خپل نظر را وړاندي ڪوي. ڪه دا اختلاف د نورو علومو په څانګه کې وای نو دومره به یې د لېوالو ڪسانو د زغم او قانع ڪونڪو ځوابونو څخه نه وای برخمن سوي؛ لڪه د ادبیاتو له استادانو او لیکوالانو له ځوابونو چې ګټمن سوو.

په ژوند ڪې د ځینو شیانو له خپلي ڪچي لوېده هم دوه لاملونه درلودای سي. یو دا چې پوهان ورباندي سقوط وي او بل دا چې ځینو نامتخصصو ڪسانو ته د انتقاد لپاره زمینه سازه سي.

پر هر هنر باندي د ګڼو انسانانو انتقادي ګذارونه سوي او دا ګذارونه ځینې وخت سهي او برحق وي او ځینې وخت خو بیخې د خندا او ریشخند وړ.
د شعر و شاعرۍ لپاره د لیڪوالانو دا نظر دی چې ڪومې خبري په شعر کې راوړل سوي، که یې په نثري ژبه بیانوو نو خوند او لذت یې ڪه له منځه ولاړ نسې خو پیڪه او تیت ڪیږي حتمي ګویا شعر د خبرو غیر عادي او ظریف طرز و بیان دی.

د انځورګرئ په باره ڪې د سالوادور دالي دا نظر چې وایې: انځورګري یو شفاف هنر دی ځڪه دلته هیڅ درواغ او ریشتیا ته ځای نه ورڪول ڪیږي بلڪه هرڅه چې دي همدا په خپله حقیقي بڼه دي. انځور او تابلو له انسان سره خیانت نه ڪوي او نه درواغ پڪښې ځاییږي.

موږ ممڪن د موسیقي په باب داسي هم وویلای سو چې موسیقي تر بل هر ډول هنر زموږ دروني جذبات په بې پایانه ډول په جوش راولي، ځڪه خو هیڅ ښه نثر، ښه شعر او ښه انځور یا تابلو ته اتڼ نه ڪیږي؛ یوازي موسیقي مو د پښو لاندي د جذباتو ، هیجانونو اورونه بلوي.

د نثر په باره ڪې دا ویلای سو چې ڪله هنرې او داستاني وي نو هر ډول ښڪلا ته یې ګورو او سنجوو یې مګر دا ډول هنري نثرونه په درواغ او ریشتیا ویلو نه تلو(نه پیمانه ڪوو)، ځڪه نو هر ډول او د لیڪوال د خپلي خوښي سبڪ پڪښې بیانېدلای سي.

فلسفه هم د سترو هنرونو له ډلې ده، مګر ددې هنر ڪار بیا له نورو (معماري، انځورګري، میناتوري، موسیقي، شعر و شاعري، لیڪوالي) هنرونو په بېل انداز دی.

فلسفه د عقل د روښنایې، د غرایزو د ڪنټرول، د دروني احساساتو د مهار، د لاینحله پوښتنو تر یوه حده حل ڪول چې نور علوم یې په اړه بې وسه وي؛ او داسې نورو مهمو پدیدو څخه بحث ڪوي، شنني ورباندي ڪوي او مباحثاتو ته لاره پرانیزي.

خو دا علم او هنر هم د انتقاد څخه پاته ندی او په سنتي او دین وابسته ټولنو کې ورباندي د ملا.یانو لخوا ڪلڪ ګذارونه سوي او کیږي، چې فلسفه د انساني ذهن د ګډوډۍ او لادینی باعث ڪیږي.

هر هنر چې د انسانې ژوند د ګټې موخي له ځان سره درلودلې نو په انتقاداتو سره لا نور هم پیاوړی سوی او یوازي دانه چې پیاوړی سوی؛ لا هم مخ په بره روان دی.

د انتقاد دا مانا هم نده چې یو هنر باندې زیات انتقادونه ڪیږي موږ یې د ارزښت له پلوه ڪم ارزښته وګڼو، بلڪه هر هنر خپل خپل ارزښت لري او هر هنر خپلو پیروانو او سرلارو ته محبوب وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx