نظــر

د ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون ازموینې پرانیست غونډه کې دشیخ عبدالباقي حقاني وینا

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم أما بعد فقد قال الله تعالی: (الذی اطعمهم من جوع و آمنهم من خوف). و قال الله تعالی: (وإذ قال إبراهيم رب اجعل هذا بلدا آمنا وارزق أهله من الثمرات).

د ابو عبیده بن جراحرض ملي دفاع پوهنتون قدرمنو مشرانو، مسؤولینو او د ازموینې لپاره راغلو ځوانانو ډېر زیات خوشحاله یو چې په آزاد اسلامي افغانستان کې نن بیا د یوې سترې علمې ازموینې شاهدان یو چې په کې زموږ د ولس ځوانانو ته د زده کړو یو نوی فرصت برابریږي.

قدرمنو د افغانستان ولس د نړۍ د نورو ولسونو او ټولنو په نسبت یو څو خصوصیته لري؛ یوه ځانګړنه د دې ولس دا ده چې له کوم وخته د صحابه کرامو رص الله عنهم په ذریعه دوی ته د اسلام دین رارسېدلی، له همغې ورځې دوی الهي دین ته وفادار پاتې شوي. الله تعالیﷻ چې مسلمانانو ته کوم دین ورکړی، دا د انسانانو فطري دین دی، په دې مانا چې د هر انسان له فطرت سره جوړ دین دی.

د نړۍ په هره برخه کې چې انسانان ژوند کوي، د هغوي له مزاجونو او فطرت سره برابر دین دی. د اسلام د ټول دین پنځه شیان مقاصد دي:

۱ – د دین حفاظت: (د مسلمانانو دین به محفوظ وي، په آزاده او مطمئنه فضا کې به مسلمانان عبادت کولی شي)، که چېرې داسې حالات راشي چې مسلمانان په آزاده فضاء کې عبادت نه شي کولی، نو بیا ورته د اللهﷻ حکم دی چې هجرت وکړي او جهاد وکړي څو بېرته دوی داسې فضاء برابره کړي چې د عبادت لپاره مصؤونه شي.

۲ – د نفسونو ساتنه: مسلمانان به کوښښ کوي څو داسې اسباب برابر کړي چې له ځانه پرې دفاع وکړي، حضور علیه اسلام ارشاد فرمایي چې کله یو مسلمان له ځان دفاع کوي او په دې لاره کې مړ شي، شهید دی. همدارنګه که یو څوک د خپل اسلامي دین څخه ساتنه کوي او په دې لاره کې مړ شي، شهید دی.

۳ – د عقل حفاظت: مسلمان به له داسې حالاتو، نظریو او خوراکونو څخه ځان ساتي چې هلته د هغه عقل کمزوری کیږي، ځکه اسلام په همدې اساس شراب حرام وګرځول چې د انسان عقل اغېزمن کوي.

۴ – څلورم مقصد د اسلامي شریعت د مسلمانانو د عزت، د حرص د اولادونو او حیا حفاظت دی. په مسلمانانو واجب دي چې د خپل عزت ساتنه وکړي، که چېرې په دې لاره کې څوک مړ هم شي، هغه شهید دی.

۵ – د اسلامي شریعت پنځم مقصد د مسلمان د مال څخه حفاظت دی. که یو طرف ته مسلمان ته حکم شوی چې د بل مسلمان له مال نه به ځان ساتې (لا يحل مال امرئ مسلم إلا بطيب نفس)، خو بل طرف ته مسلمان ته دا حکم هم شوی چې د خپل مال نه به دفاع کوي(ومن قتل عند ماله فهو شهید)، که چېرته څوک د خپلې شتمنۍ نه دفاع کوي او په دې لاره کې مړ کړی شو، شهید دی.

دا پنځه شیان د اسلامي شریعت مقاصد دي او هر مسلمان ته متوجه دي، په انفرادي توګه هم د مسلمان ذیمه واري ده او د اسلامي حکومت هم دا ذیمه واري ده چې د ولس د دین، د نفسونو، د عقل، د مال او د عزت ساتنه وکړي.

د تاریخ په اوږدو کې داسې حالات راغلي چې زموږ ولس د خپلو نظامونو نه غیر مطمئن پاتې شوی او دا خپل وجوهات لري. یوه وجه داده چې زموږ مجاهد، غیرتي او مسلمان ولس د خپلو حکومتونو نه مطمئن نه و، د وخت حکومتونه دین ته پوره وفاداره نه وو او دفاع یې ورنه نه کوله، د دین د نشر او اشاعت اهتمام یې نه کاوه. دویم د خپلو اولادونو د روزنې په رابطه له حکومتونو څخه مطمئن نه وو، د هغه وخت حکومتونه د ولس اولادونو ته د افغاني او اسلامي فکر په ورکولو کې پاتې راغلي او کوښښ شوی چې غیر اسلامي او غیر افغاني فکر د ولس اولادونو ته ورکړل شي. موږ او تاسو ولیدل چې په تېرو لسیزو کې چې کومې بدبختۍ تېرې شوې، لامل یې همدغه د ولس بچي وو چې د وخت حکومتونو په افغاني او اسلامي فکر باندي سمبال ونه روزل او د دې امانت خیال یې و نه ساته، د خلق او د پرچم په شکل کې  ۱۴ کال د ولس لپاره درد سر جوړ شوو، د خپلو اولادونو له وجې دا ولس مهاجر شو، جهاد ته مجبوره شو او ولس ډېر نور بچي د دوی په مقابل کې شهیدان ورکړل. دا د هغه وخت د حکومتونو جفا او ظلم و د خپل ولس سره، دوی د خپل ولس د اولادونو د فکرونو امانت ونه شو ساتلی.

وروسته د مدرسو طالبان رامخکې شو او په هېواد کې د ستونزو او بدبختیو د ختمولو لپاره یې ګامونه پورته کړل، د ولس مجاهدین او علماء یې په څنګ کې ودرېدل، پنځه کاله یې په هېواد کې حکومت وکړ او ولس ته یې ډاډ ورکړ چې وړاندې چې د دین په رابطه او د اولادونو د تربیې په رابطه کوم تشویش موجود ؤ، هغه ختم شو. د امارت په تېره پنځه کلنه دوره کې هم د ولس بچي په افغاني او اسلامي فکر ورزل شو او د دې ولس د هرې برخې حفاظت یې وکړ، اسلامي امارت د ولس د کلونو- کلونو تشویش ختم کړ او بشپړ اطمینان یې ورکړ چې موږ ستاسو د دین محافظ یو، ستاسو د اولادونو، شتمنیو، ستاسو د عقل او ستاسو د عزتونو محافظ یو، ستاسو اولادونو ته به داسې نظریه نه ورکوو چې بیا به د ولس قاتل جوړیږي.

راوروسته د اشغال دغه شل کلنه دوره چې تېره شوه، په دې کې هم د ولس اولادونه د ولس پر وړاندې وکارول شول، ټانګ، توپ او نور دفاعی وسایل د دې پر ځای چې د ولس سرحدات وساتي، د ولس پر ضد استعمال شول او یو ځل بیا یې شل کاله درنه پریشاني تېره کړه، د همدغو خپلو بچو په مقابل کې ولس یو دروند تاوان برداشت کړ.

په تېرو څلورو لسیزو کې چې د افغانستان ولس کومه قرباني ورکړې، هغه نه د اسلام په تاریخ کې شته او نه د افغانستان په تېر تاریخ کې ولسونو ورکړې.

اوس چې په افغانستان کې کوم نظام راغلی، دا هغه نظام دی چې ولس ته اطمینان بخښي او تسلي ورکوي چې د دوی ټول فکري او جغرافیوي سرحدات محفوظ دي. هېوادوال له دغه نظام څخه  د خپل دین په اړه مطمئین دي، دوی ډاډه دي چې دغه نظام په دین سودا نه کوي، داسې افکارو، نظریاتو، تحریکونو او پروګرامونو ته په دې وطن کې اجازه نه ورکوي، چې زموږ د اسلامي ارزښتونو سره په تضاد کې وي او د ځوانانو فکر خراب کړي، نن ولس د خپلو اولادونو د فکر په اړه مطمئین دی. که نن ځوانان مکتب ته روان دي یا پوهنتون ته ځي، له دوی څخه به داسې څوک نه جوړیږي چې د خپلو خلکو او یا مسلمانانو قاتل جوړ شي.

نننی اسلامي نظام په دې فکر کوي، څو داسې ځوانان وروزي چې د خپل ولس په څنګ کې ودریږي، د ولس د مرض دوا وګرځي او د ولس همکار بچي جوړ شي، د خلکو دیني او ټولنیزې اړتیاوې پوره کړي او د ریښتینې هر اړخیزې آزادۍ لپاره شرایط برابر کړي او دا هغه څه دي چې زموږ او ستاسو پلرونو او مشرانو ته اطمینان بخښي.

موږ چې د نظامي اکاډمۍ لپاره کومه ازموینه واخیسته، هدف یې دا دی چې داسې ځوانان وروزل شي، څو د ولس د عقیدې او همدارنګه د هېواد د جغرافیې سرحدات وساتي، دوی چې په هره برخه کې مسلکي زده کړې کوي، که ورڅخه ټانکسټ جوړیږي، که ورڅخه توپچي یا بلې برخې نظامیان جوړیږي، د ولس اصلي خادمان به وي، په افغاني او اسلامي فکره به سمبال وي او خپلو خلکو او هېواد ته به ژمن وي او هیڅکله به د اشغال د راوړو فکر ونه لري، اشغال ته به زمینه سازي نه کوي، بلکې همېشه به یې خلاف وي.

وړاندې چې کوم نظامونه تېر شوي دي، هغوی د ولس سرمایه بهر ته ویستې، پانګونې یې په بهر هېوادونو کې کړي، که تاسو د تېر امارت د مشرانو جذبه وګورئ او یا هم په اوس وخت کې د مشرانو علاقه وګورۍ، یا د جومات او مدرسې جوړول دي یا بلې خیریه برخې، بلکې هېڅوک د شخصي مارکیټ او تعمیر جوړولو فکر نه لري. دا هغه څه دي چې ولس ته اطمینان ورکوي او له امله یې نظام ته هم اطمینان بخښل کیږي، ډېر داسې موارد شته چې هغې سره نظام حوصله اخلي او مشرانو ته یې اطمینان حاصلیږي.

الحمدلله د افغانستان ولس مسلمان او مجاهد ولس دی او کوم نظام چې د دوی د دین، نفسونو، عقلونو، شتمنیو او عزت ساتنه کوي، له هغه سره دوی مینه لري او په څنګ کې دریږي. په تېره دوره کې هم ولس امتحان ورکړ او اوس هم ولس له نظام سره په څنګ کې ولاړ دی، ولس دنیا ته وښوده چې هر نظام چې زما دین، نفس، عزت مال او عقل ساتي، زه یې په څنګ کې درېږم ځکه دا اسلامي مقاصد دي او زما غوښتنې دي.

د اشغال په دغه شل کلنه دوره کې هم حکومت د ولس دغو پنځو غوښتنو ته ځواب نه وایه او ساتنه یې ترې نه کول، له همدې امله ټول ولس د اشغال مخالف و او درنه قرباني یې ورکړه.

الحمد لله زموږ ولس ټول مجاهد دی، مجاهد ته یې ځای ورکړی، خوراک یې ورکړی، د مجاهد له امله یې کور بمبارد شوی، د جهاد په لاره کې یې قرباني ورکړې او خپل بچي یې جهاد ته راویستلي دي او دا نظام ته حوصله ورکوي چې ولس یې ترشا ولاړ دی.  همدې فکر ته په کتو په افغانستان کې د اوسني نظام د ساتنې په تړاو د اسلامي حکومت او ولس دواړو ځینې ذیمه وارۍ دي چې فرض دي او باید ورته پاملرنه وشي، لکه څرنګه چې لمونځ، روژه، زکات او حج فرض دي، دغسې د خپل ولس په مقابل کې د اسلامي حکومت هم ځینې فرض جوړیږي. هغه فرضونه دا چې حکومت ولس ته امن قایم کړي، نفسونه یې خوندي کړي، عقلونه یې وساتي، عزتونه یې وساتي او د مال خوندیتوب یې وکړي، د ولس فکر او جغرافیوي سرحدات په امن کړي چې دا د حکومت ذیمه واري ده.

(و اعدوا لهم ما استطعتم من قوه) الله تعالیﷻ فرمایي تاسو د دښمن د مقابلې لپاره خپله امادګي ونیسئ، ځان نه  د دفاع امکانات او معاصر وسایل د توان ترحده برابر کړئ. قران کریم سرحد نه دی ښودلی، د حضورﷺ په وخت کې جنګونه په تورو سره وو او دا د جنګ وسایل او اسباب وو، په وروسته دورونو کې د جنګونو اسباب بدل شوي.

اوس چې کوم جنګونه په نړۍ کې کیږي، معاصر جنګي وسایل غواړي. د دفاع لپاره د دغسې معاصرو وسایلو د رامنځته کولو علم فرض وي په حکومت باندې، حکومت باید  داسې زمینه سازي وکړي چې د ولس اولادونه د دیني علومو ترڅنګ په دغسې معاصرو علومو وروزل شي څو د خپلې خاورې او خلکو د هراړخیزې دفاع لپاره مجهز او چمتو شي.

نن که تاسو وګورئ که چېرې یو ملک کې معاصر وسایل وجود ونه لري، نو یو هېواد او نظام د خپل ځان او د ولس د اولادونو نه دفاع نه شي کولی ځکه چې عصري وسایل نه لري، نن ټوله اسلامي نړۍ د فلسطین په تړاو خاموشه ده ځکه عصري وسایل نه لري، خو جانب مقابل(اسرائیل) داسې عصري وسایلو باندې مجهز دی چې اسلامي نړۍ سره نشته، له همدې امله ټول اسلامي امت د فلسطین په اړه خاموش دی او په ګناه کبیره کې مبتلا دی. زموږ د اسلام او د فقې دا جزیه ده که په مشرق کې یوه ښځه کفارو سره قید شي؛ تر مغربه پورې په ټولو مسلمانانو باندې د هغې ښځې راخلاصول فرض دي.

نن موږ او تاسو ګورو چې کوم حالت روان دی، خو یو مسلمان او یو اسلامي هېواد دا فرض نه شي ادا کولی.

د اسلامي امارت لپاره مهمه ده چې د دفاع وسایل ځوانانو ته برابر کړي، د دفاع په علم باندې د ولس بچي وروزي، ځکه همدوی ته د ولس قرباني او تکلیفونه معلوم دي.

که چېرې زموږ نظام د ولس د اولادونو لپاره له عصر سره سمې علمي سرچینې برابرې کړي او دفاعي وسایل ورته چمتو کړي، زموږ ځوانان د نړۍ له هيڅ ځواک څخه کمزوري نه دي او دوی کولی شي خپل خلک له هر ډول تیري څخه خوندي کړي، د ولس د دین، نفس، عقل، عزت او مال څخه به حفاظت کوي.

همدارنګه د اسلامي نظام پر وړاندې ولس هم مسؤولیتونه لري، لکه څرنګه چې پرې لمونځ، روژه او نور مسایل فرض دي، دغسې د اسلامي حکومت په ساتنه کې خپل واجب او فرض لري.

ولس به د نظام دفاع کوي، په څنګ کې به یې دریږي، نظام سره به حوصله کوي.

نن نظام او ولس دواړه د دښمن د منفي تبلیغاتو سره مخ دي، دښمن کوښښ کوي چې ولس ته داسې فکر ورکړي چې پر نظام بې باوره شي، خفه شي ترې او ملاتړ یې ترې کم شي، د دې تبلیغاتو مخنیوی د نظام او د ولس شریکه ذیمه واري ده.

نن د خوشحالۍ ځای دی چې د دفاع وزارت په چوکاټ کې ځوانان روزل کیږي، د ولس بچو ته فرصت ورکول کیږي او د هېواد په داخل کې ورته د روزنې زمینه برابریږي. وړاندې به چې کله ځوانان په دې برخه کې روزل کېدل، استادان به یې بهرنیان وو او هغوی سره به ملي، اسلامي او افغاني فکر نه ؤ، خو نن الحمدلله اسلامي امارت د ځوانانو د روزنې لپاره داسې استادان چمتو کړي، چې ځوانان په اسلامي او افغاني فکر باندې تربیه کوي، دا د افغانستان په تاریخ کې یو ځانګړی باب دی چې خلاصیږي، دا هغه کردار دی چې ولس ته اطمینا او تسلي ورکوي چې په راتلونکي کې کومه دفاعي قوه( زمیني، هوایي) روزل کیږي، هغه به دې وطن او خلکو ته ژمنه وي او د ولس په ضد به نه استعمالیږي، د دین او ولس دواړو نه به دفاع کوي.

زما له ځوانانو غوښتنه ده چې ډېر په شوق سره ازموینه ورکړي، زه ځوانانو ته ډاډ ورکوم چې د ازموینو ملي ادارې سیستمونه ډېر شفاف دي او هره چاره یې د سیستم له لورې مخکې ځي، په دغه سیستم کې هیڅ انسان بلکې که یو مشرهم وغواړي بیا هم نه شي کولی د یو چا نمرې زیاتې یا کمې کړي.

زه له تاسو غواړم چې په ډېره ښکلي جذبه او مینه باندې د وطن دفاع ته ودریږئ، له وطن سره مینه فطري تقاضا هم ده او عقلي تقاضا هم ده او زما او ستا د شریعت تقاضا هم ده. حضور علیه السلام به د مکې مکرمې سره ډېره مینه کوله، خو چې کله مجبوره شو او لاړ نو ویې ویل چې که زه چېرې د جانب مقابل له خوا نه په وتو باندې مجبوره شوی نه وی، نو له مکې مکرمې به نه وم وتلی، بیا چې روان شو کله چې خپل مقام ته ورسېد، ډېر خفه شو او علاقه یې پیدا شوه چې کاش کې بېرته په مکه مکرمه کې پاتې وی، آیات ورته راغی چې« إن الذي فرض عليك القرآن لرادك إلى معاد» خفه کېږه مه یو وخت به داسې راشي چې ته به بېرته مکې ته راستون شې. مدینې منورې ته چې کله حضور علیه السلام راغی، ډېره زیاته مینه یې وه مدینې منورې سره، په یو ځای کې وایي چې « دغه جبل احد له موږ سره مینه کوي او موږ له ده سره مینه کوو». حضور علیه السلام به چې کله په سفر ووت او بېرته به راته چې د مدینې منورې حدود به ورته ښکاره شو، خپله سورلي به یې تیزه کړه څو ژر مدینې ته ورسیږي، دا ځکه چې له مدینې سره او له وطن سره یې مینه وه. نو د وطن سره محبت لرل دا زموږ د فطرت تقاضا ده، د عقل تقاضا او د شریعت تقاضا هم ده. زموږ شریعت دا غواړي چې خپل وطن باید اباد کړو، خودکفا یې وګرځوو او دفاع ورنه وکړو او د دفاع په برخه کې یې قرباني ورکړو.

((ومن قتل عند ماله فهو شهید )) د اسلامي خاورې او اسلامي وطن په دفاع کې که یو سړی قتل کړی شي، د قتل مرتبه یې د شهادت ده، د وطن سره د مینې تقاضا دا ده چې خودکفا یې کړو او سبا د خپل وطن نه دفاع وکړی شو.

وآخر دعوانا أن الحمد لله رب العالمين

 

الحاج شیخ عبدالباقي حقاني

د ازموینو ملي ادارې مشر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx