ادبي لیکني

د محاکات نظریه

پوهنوال شاه محمود کډوال

پښتو څانګه، د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی، لغمان پوهنتون

لنډیز

د محاکات نظریه د هنر په برخه کې داسې وړاندې شوې چې هنرمن پېښې یا تقلید کوي. د بېلګې په توګه یو انځورګر هغه څه انځوروي چې په طبیعت کې شته، لکه: د غره لمن، ویاله، کېږدۍ او پېغله چې منګی له اوبو ډکوي. په اسمان کې زاڼې، پر ځمکه اسونه، پسونه، سپي او … چې دا هر څه له طبیعت نه رااخلي او د رنګونو په وسیله يې انځوروي. یو شاعر که خپله محبوبه ستايي او هغه له سپوږمۍ یا کوم ګل سره پرتله کوي، د هغه محبوبه، سپوږمۍ او ګل ټول د طبیعت او نړۍ کې شته. کوم لیکوال چې کیسه یا ناول پنځوي، هغوی هم د طبیعت او نړۍ د پېښو پېښې کوي.
اپلاتون دا نړۍ د رښتینې هغې سیوری بولي او له سیوري نه د هنرمن اخیستنه بیا یو بې ارزښته کار؛ په دې مانا چې دا نړۍ و طبیعت په خپله د اصلي نړۍ (عالم مثل) کاپي ده، له کاپي نه کاپي ایستل بې ارزښته دي.

ارستو هم هنر محاکات، پېښې یا تقلید بولي، خو نظر يې له خپل استاد (اپلاتون) سره په ټوله کې توپیر لري. د ارستو له نظره پېښې یا تقلید د هنر او طبیعت ترمنځ عمومي اړیکی دی. هنر یواځې د محسوسې نړۍ تقلید نه دی، هنر له تقلید و تمثیل لوړ دی. له طبیعت څخه د هنرمن تقلید کټ مټ کاپي یا انځور نه دی، نوښت او اوښتون لري؛ یا ترې څه کمېږي یا پرې ډېرېږي.

کلیدي نومونې : محاکات، تقلید، هنر، هنرمن.

سریزه

محاکات زموږ په هنر و ادب کې یوه عربي نومونه ده چې د یوناني نومونې (‏Mimesis) ژباړه ده. محاکات د حکایت، کیسه کولو او په نورو بېلابېلو ماناوو کارېدلی دی چې په راتلونکې لیکنه کې راغلي دي.

د محاکات نظریه له لرغوني یونانه سرچینه اخلي، وروسته بیا د نورو ملتونو هنر و ادب ته لېږدېدلې او خپره شوې ده. ځینې وايي چې د ‏Mimesis مفهوم د لرغوني یونان له فیثاغورث راپیلېږي، ځينې وايي چې له سقرات او ځینې دیموکریت ښيي. د ‏Mimesis ويي او نومونې د لومړي ځل کارونې په اړه هم دغسې یو توپیر شته؛ ځينې یې دیموکریت لومړی کاروونکی بولي او ځینې اپلاتون. په اسلامي نړۍ کې د محاکات نومونه د لومړي ځل له پاره ابو بشر متي کارولې ده.

د محاکات مفهومي او مانیزه لړۍ له لرغوني یونانه تر اوسه پر مخ ځي، په دې اړه د پوهانو په نظرونو کې هم توپیر شته او ټول يې په اړه یوه خوله نه دي. له بلې خوا په بېلابېلو ځایونو او مهالونو کې يې هم مانا او مفهوم څه نا څه اوښتی دی.

د څېړنې ارزښت

پښتو ژبه او ادب له نړۍ والو نظرونو اغېزمن دی، ځکه نو اړتیا ده چې موږ د ژبې او ادب په برخه کې د نړۍ والو په نظرونو پوه شو. د دې له پاره بویه چې د ادب نړۍ والې نومونې او مفهومونه په پښتو ژبه وړاندې او په اړه يې څېړنې وشي. په دې لیکنه کې د محاکات په اړه ګټور او ارزښتناک معلومات وړاندې شوي دي چې نوي دي.

د څېړنې موخه

هره ژبه پرمختګ ته اړتیا لري او دا پرمختګ تر ډېره په څېړنو پورې تړلی وي. په کومه ژبه کې چې ډېرې څېړنې شوې وي، ډېر لوستونکي لري. پښتو ژبه بیا یوه داسې ده چې پوهنیزې څېړنې پکې مهمه اړتیا ده. د دې څېړنې ستره موخه د پښتو ژبې پرمختګ، په ځانګړې توګه د هغې موضوع په اړه معلومات وړاندې کول دي چې دا څېړنه پرې چورلي.

تېرو څېړنو ته کتنه

محاکات د هنر په برخه کې یو داسې نظریه ده چې نړۍ وال رنګ لري. په نږدې ټولو سترو ژبو کې یې په اړه معلومات خپاره شوي دي، خو په پښتو کې یې معلومات پر نشت شمېرل کېږي. د ډېرو هڅو، پوښتنو و ګروېږنو نه وروسته هغه معلومات لاس ته راغلل چې په دې لیکنه کې ترې ګټنه شوې ده. هغه معلومات که څه هم لږ دي، خو ګټور دي.

مواد او کړنلاره

د دې څېړنې له پاره له شته باوري سرچینو ګټه اخیستل شوې ده، د څېړنې ډول يې کتابتوني او مېتود يې تشریحي – توصیفي دی.

محاکات په لغت کې (کیسه کولو، حکایت کولو، بیا ویلو، ورته ، یورنګ او مشابه) مانا لري. د منطق د نومونې په توګه د یوناني ويي Mimesis انډول و ژباړه ده. مانا يې د یو څیز په څېر د بل څرګندول یا ښکاره کول، خو چې کټ مټ هاغسې نه وي، لکه یو انځورګر چې د یوه انځور په وسیله د څیزونو ورته یا یورنګ بڼې ښکاره او څرګندوي، خو کټ مټ هاغسې نه وي. په همدې ډول شاعران هم د څيزونو او وګړو ورته بڼې ښکاره او څرګندوي. دا چې هنرمنان پر څیزونو، وګړو او په ټوله کې پر بهرنیو ښکارندو چورلي او په ورتوالي یا مشابهت کې په یوه ډول تقلید کوي، ځینو Mimesis په تقلید راژباړلی دی. د دې نظریې مخکښ ارستو د دې مانا په اړه غږېدلی چې هنر له یوې ځانګړې غریزې رازېږېدلی، هغه چې (محاکات یا تقلید یا Mimesis) ته اوښتې ده.
( ابادیس وېبپاڼه ، بې.ن )

“محاکات” هغه ژباړه ده چې مسلمانانو د Mimesis ويي له پاره کارولی. د هرمان کولر، جرالد الس او ګوران سوربم په څېر ژبپوهانو ثابته کړې ده چې دا ویی د Mimos له ريښې څخه رابېل یا مشتق شوی دی. د Mimeisthai، Mimesis، Mimetes او Mimetikos په څېر ټول ویونه له همدې ریښې څخه رابېل شوي دي. Mimos او Mimotos هغه چا ته وايي چې تقلید او تجسم کوي، Mimema د تقلید د عمل پر پایلې او Mimesis په خپله پر عمل او د هغه پر پړاوونو دلالت کوي. Mimetikos هغه موضوع ده چې تقلیدېدای شي.

د یونانیانو په فکرونو کې د Mimesis یا تقلید نظریه له فیثاغورثیانو راپیلېږي او له اپلاتون سره پر فلسفي نظریې اوړي. اپلاتون د Mimesis مفهوم ( په اټکلي ډول له دامن Damon ) څخه چې په پنځمه مخزېږدې پېړۍ کې د موسیقۍ نظریه وه، اخیستی او د جمهوري محاورې په دویم او درېیم کتاب کې چې پر موسیقۍ بحث کوي، مطرح کوي. د هغه په دوره کې لا Mimesis د تقلید مانا لرله. ارستو ورته له اپلاتونه په توپېرلي او پراخ مفهوم سره ګوري، ځکه هغه په دې باور دی چې اړتیا نه شته پېښه هاغسې څرګنده شي، څنګه چې وه، کېدای شي تر هغې ښه یا بده وي.
هغه موضوعات چې [شاعر] محاکاتګر یې څرګندوي، د هغوی له عاملانو سره هغه عملونه دي چې یا به ښه وي یا بد. د انساني شخصیت تنوع تل لږ و ډېر له لومړني توپیر سرچینه اخلي، ځکه د بدۍ او نيکۍ په وسیله شخص توپيرېږي، ځکه نو دا اړتیا لري، هغه عوامل چې څرګندېږي په نیکۍ او بدۍ کې باید له موږ ښکته یا پورته وي یا کټ مټ هاغسې چې موږ یو.

(بازرګاني، ابراهیم، بې.ن)

د محاکات نظریه له لرغوني یونانه تر اوسه په فیلسوفانو، هنرمنانو، شاعرانو او د هنر او ادب په کره کتونکو کې پاموړ ده. دا نظریه لومړی ديموکریت مطرح کړله، سقرات په جدي توګه ښکلاپېژندنې او د هنر فلسفې ته وردننه کړه، اپلاتون و ارستو هر یوه په خپل ځانګړي لیدلوري سره تفسیر کړه او پلوتین (پلوتینوس) د هغوی د نظرونو یوه ترکیبي بڼه وړاندې کړله. که څه هم د لویدیزې نړۍ په منځنيو پېړيو کې دا بحث له پامه غورځېدلی وو، خو له نېکه مرغه د فارابي، ابن سينا، ابن رشد او خواجه نصیر په څېر مسلمانو پوهانو د نوښتګرو او موشګافانه نظرونو په وړاندې کولو سره دغه نظریه د اسلامي ټولنو له ځانګړو فرهنګي غوښتنو سره سمه وغځوله. د رنسانس د دورې له پیل سره، لوېديځوال کره کتونکي او د نظر خاوندان بیا د مسلمانانو د تالیفاتو پر بنسټ ژباړو ته په پام دې بحثونو ته لیواله شول او په دې اړه يې ګڼ کتابونه او مقالې ولیکلې. دې نظریې له پیل راهیسې، بېلابېل بدلونونه ازمویلي او د فلسفي، ادبي او انتقادي بحثونو له پاره یې په زړه پورې زمینه برابره کړې ده (طاهري، محمد، ۱۳۸۸ ل.ل )
د Mimesis ویی د لومړي ځل له پاره یوناني فیلسوف اپلاتون په خپل کتاب “جمهوریت” کې کارولی دی. د اپلاتون د نظريې له مخې دا نړۍ ظاهري ده، نه حقيقي. د شیانو حقیقت په بله نړۍ کې دی چې (عالم مُثُل) نومېږي او د دې نړۍ محسوسات د هغه حقیقت تصویر او سیوری دی. په حقیقت کې هغه څه چې په (عالم مُثُل) کې شته، یوه بشپړه او لوړه بېلګه (Idea) ده چې تصویر او سیوري یې په دې نړۍ کې غبرګېږي. بله خوا اپلاتون په دې باور وو چې د هنرمنانو پنځونې د طبیعت تقلید دی او دا چې طبیعت په خپله د حقیقت تقلید دی، له دې کبله د هنرمن په ځانګړې توګه شاعر کار به دومره ارزښت ونه لري، ځکه څه چې پنځوي د تقلید تقلید دی (ويکي فقه وېبپاڼه، بې.ن).

اپلاتون به ویل چې دا دنیا د ثابتو حقایقو په دې مانا چې مثلو (ideas) د سیوري، عکس او کاپي حیثیت لري او شاعران چې د کاپي د کاپي کولو هڅه کوي، کار يې له حقیقته ډېر لرې او کم ارزښته دی. ارستو چې کله په بوطیقا کې د شعر او تاریخ ترمنځ د توپیر خبره کوي، د استاد نظر بې له دې چې اشاره ورته وکړي، ردوي (غضنفر، ۱۳۹۶ل.ل: ۵۳ م)

اپلاتون او ارستو چې ممسیس د هنر یا ادب او شعر اساس ګڼي او موږ یې په محاکات پېژنو یا د یو چا د تقلید، پېښو یا حکایت کولو داسې انداز چې ذهن اصل ته واړوي او هنرمن خپل عواطف یا احساسات نورو ته سم دم ورولېږدوي، خو دا حکایت هغه (داستان ـ کیسه) نه ده چې تاریخ ته ورته وي، لکه: کومه بده یا ښه تاریخي پېښه موږ اغېزمنوي او په مستقيم ډول لوستونکي یا اورېدونکي ته وړاندې کېږي یا مخامخ د یو چا حالت اغېز راباندې کوي. استاد روهي وایي:« که یو څوک ژاړي او د هغه ژړا نور خلک متاثر کړي یا له درده زګېروی کوي او د خلکو د تاثر او خپګان سبب شي، دې ته هنر نه ویل کېږي. هنرمن هغه څوک دی چې خپل ریښتیني احساسات او انطباعات په هنري توګه (د حرکتونو، اوازونو، رنګونو، او کرښو په ذریعه) نورو ته ورولېږدوي. په دې اساس هغه شخص هم هنرمن نه دی، چې په زوره (د مجبوریت له مخې) خاندي او نور هم په خندا راولي یا په تصنعي توګه زګېروي کوي او خلک متاثره کوي.
اپلاتون او ارستو په دې کې یوه خوله دي چې د هنر ماده ممسیس یا محاکات دي، خو په اصل کې د دوی نظرونه مانیز توپیرونه سره لري. اپلاتون محاکات یا تقلید بد ګڼي او د طبیعت، ژوند او پیښو له کاپي څخه د بیا کاپي کولو په پایله کې د هنرمن یا شاعر په اړه وایي چې دوی له حقیقت څخه دوه ځله لرې کېږي، په دې اړه اپلاتون د (مثُلو) نومیالۍ نظریه لري، خو ارستو دا کاپي کول هوبهو یا مستقیم تقلید او کاپي نه ګڼي. د هغه په اند شاعر چې کله د ژوند نقل کوي، نو د ژوند هغه ضروري برخې چې اړینې ورته ښکاري، موږ ته یې وړاندې کوي، غیر ضروري خواوې یې نه رااخلي. یو انځورګر که موږ ته د ځنګل یوه منظره ښیي، نو هغه د ټول ځنګل تفصیلات نه راته وړاندې کوي، بلکې هغه اړین تفصیلات راته ښکاره کوي، چې موږ ترې د ځنګل تاثر اخیستی شو. دغسې که یو سندرغاړی موږ ته کلیواله سندره اوروي، نو دا هېڅ ضروري نه ده چې هغه دې په خپله نغمه کې د کلي د ژوند د ټولو تفصیلاتو نمایندګي وکړي، بلکې هغه به یواځې موږ په هغه احساس کې شریکوي، کوم چې ده د کلي له ژوند نه اخیستی دی.

ارستو باور لري چې شاعر به هرومرو د یوې پېښې د انځورولو په وخت کې یا لکه څنګه چې وي، هماغسې به یې وړاندې کوي یا به زیاتی او کمی پکې راولي. که یې له خپلې کچې زیاته انځورګري وکړه، نو تراژیدي ده او که یې کموالی پکې کړی وو، نو د ارستو په اند دا کومیډي ده.

د مثال په توګه: شاعر په خپل کلام کې د پسرلي ښکلاوې رااخلي او خپل احساسات ورسره ګډوي، هغه که د پسرلي زیاته ستاینه کوي او یا کمه، همدارنګه کولای شي یوه موضوع په ښه یا بد ډول انځور کړي، په دواړو حالاتو کې پکې هنر شته، په دې شرط چې خپل احساسات ورسره ګډ کړي او په هنري ډول انځورونه په لفظونو کې داسې وړاندي کړي چې په لوستونکي او اورېدونکي اغېز وکړي، هغه وهڅوي، عواطف یې را وپاروي او مینه یا خپله علاقه ورسره ښکاره کړي.

د حقیقتونو او معلوماتو وړاندې کول په علمي ژبه، تاریخ او فلسفه کې د هنر په څېر نه وي، په علمي ژبه کې موږ چې څومره حقیقت ته نږدې کېږو، هغومره خوند اخلو، خو هنر دغسې نه دی، دلته له حقایقو داسې پرده اخلو چې یوه بله پرده لا پاتې وي، خو څرک یې راته معلوم وي او موږ یې حس کړو یا په اړیکو پوه شو. هنر هغه دی چې د نامعلومو شیانو داسې درک وکړو، لکه موږ ته چې مخامخ وي یا مو په لاسونو کې وي او یا یې په پنځو واړو حواسو درک کوو، لکه:که موږ د جنت په اړه خبرې کوو یا یې اورو، نو جنت خو چا نه دی لیدلی، خو د هنرمن معلومات د جنت له هوا، فضا، طبیعت، شاتو او شېدو څخه باید په داسې انداز وي چې اورېدونکی یې په عین نشتون کې شتون احساس کړي، ځان پکې وویني، هغه شېبه ژوره ساه واخلي، سترګې پټې کړي، سپېږمې کش کړي، لاسونه وغځوي او یوه شېبه له خوندونو ډک آرام وکړي، خوله وچړپوي او ستونی کېکاږي… په دې مانا چې هنر د حضور او غیاب ترمنځ د اړیکي جوړولو وسیله ده…(مبین، رحمت الله، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۰ ل.ل)

د محاکات نظریه د ادبي کره کتنې په تاریخ کې له لرغونو او مهمو نظریو څخه ده. د دویمې هجري پېړۍ د محاکات نومونه د یوناني ويي Mimesis سره انډول ده چې مانا یې تقلید یا تمثیل ژباړل شوې ده. غنیمي هلال چې د تطبیقي ادبیاتو له مخکښانو څخه دی، وايي: د محاکات ویی د طبیعت له مخې پیچلی مفهوم لري، په غالب ګمان له همدې امله د هنرمن اصالت ته له پام پرته د خالص یا وچ تقلید په مانا کارول شوی دی. په داسې حال کې چې د محاکات مانا اصلي اغېزمننه ده چې هنرمن هضم کړي، نه دا چې په خوار و ځپلي تقلید بسنه وکړي. د محاکات په نومونه کې د پیروۍ، تقلید، غبرګون، ورته کېدل، بهرنۍ نړۍ ته ګرځېدنه و پاملرنه، تمثیل، اقتباس، اخیستنه او … مفهومونه تر نورو ډېر لیدل کېږي. دا مفکورې هم د وخت په تېرېدو سره اوښتې دي.

د محاکات نظریې ریښه یونانیانو ته ورګرځي، رومیانو پر یونان تر لاسبري وروسته د خپل کلتور و فرهنګ بنسټ پرې کېښود. د بېلګې په توګه، هوراس(۸ -۶۵ م ز) او کانتلیان (۳۵ – ۹۶ م ز) خپل مخاطبین او شاګردان د ارستو د فکر تقلید ته راوبلل چې د طبیعت د محاکات نظریه یې وړاندې کړه، تر دې چې رومیان په دې باور وو چې له یوناني هنر تقلید د اصیل هنر غوښتنه ده. کانتلیان هم همدا نظریه د هنر له اصولو نه د یو اصل په توګه وړاندې کړه، هغه په دې باور وو چې محاکات له نوابغو، استعداد لرونکو او وړتیا لرونکو وګړو پرته بلچا ته شوني نه دي، بیا د محاکات موضوع له شکلي نه ډېره مانیزه او ريښوي ده. یواځې محاکات اصیل او غوړیدلي ادبیات نه رامنځته کوي، بلکې اړینه ده چې تخلیق او نوښت ورسره وي.

لومړنی شخص چې د وینا د هنر د منشاء او ماهیت په اړه یې خبرې وکړې فیثاغورث (۵۰۰-۵۶۹ م ز ) دی. هغه لومړنی شخص دی چې د موسیقۍ هنر يې د اسمان او طبیعت تقلید او تمثیل ګڼه، خو د Mimesis اصطلاح په اړه يې څه ویلي نه دي. له هغه وروسته دیموکریت ( ۳۷۰ – ۴۶۰ م ز ) د لومړي ځل له پاره د Mimesis ویی د طبیعي قواعدو د تقلید څرګندولو له پاره وکاروه. د یوناني فیلسوفانو د یوې بلې ډلې په منځ کې هم محاکات په اتن کې وړاندې شول. هغه مفهوم چې سقرات اختراع کړ، اپلاتون او ارستو پراخ کړ. د سقرات له نظره، محاکات د څيزونو د بڼو د تمثیل په مانا وو. اپلاتون په خپل “جمهوریت” کتاب کې دا ویی د هنر د فلسفې په تفسیر کې ډیر کارولی دی او د هنر ټول ډولونه یې محاکات ګڼلي دي. هغه د محاکات اصل یواځې د هنر نړۍ پورې نه محدودوي، ځکه چې د هغه په فلسفه کې مادي نړۍ (محسوس واقعیت) په خپل وار د (عالم مثل) تقلید دی. د اپلاتون په باور، کله چې یو هنرمن د بهرنۍ نړۍ تقلید کوي، هغه په حقیقت کې د هغه څه تقلید کوي چې په خپله تقلید دی.

ارستو هم په خپل (بوطیقا) اثر کې هنر محاکات راپېژني، خو د خپل استاد پر خلاف د محاکات په اړه دقیق باور لري. هغه د تقلید اصل غریزه يي او فطري ګڼي، کوم چې له کوچنیوالي څرګندېږي؛ کوچنیان د لوبو پر وخت خپله اړونده نړۍ بیا ننداریزوي او په دې توګه د خپل چاپېریال پېژندنې ته رسېږي. په دې ډول انسان د تقلید له لارې خپله لومړنۍ پوهه ترلاسه کوي. د ارستو له نظره تقلید د هنر او طبیعت ترمنځ عمومي اړیکه ده، ارستو د اپلاتون مثالي نړۍ (عالم مثل) ونه منله او څرګنده يې کړه چې هنر یواځې د محسوسې نړۍ تقلید نه دی؛ هنر له تقلید و تمثیل څخه لوړ دی.که څه هم هنرمن په څرګنده د طبیعت تقلید کوي، خو وروستۍ پایله یې په بشپړه توګه نوې او بېله پدیده ده.

پلوتین (Plotinus) د محاکات په اړه د فيلسوفانو نظرونه سره تړلي، دی وايي چې هنرمن یواځې له طبیعت تقلید نه کوي. هغه په ښکلا پنځونه کې طبیعي قوانین کشفوي او د نوې پنځونې له پاره يې په خپلواکه توګه کاروي. په هر صورت، داسې ښکاري چې د محاکات نظریه د تقلید، پيروۍ او غبرګون سره تړلې ده.

منځنۍ دوره چې په لویدیزه نړۍ کې د محاکات په اړه د ځوړ او بې ارزښتۍ دوره ده. د ﺳﻨﺖ آﮔﻮﺳﺘﯿﻦ او دﯾﻮﻧﯿﺴﻮس په څېر د اروپا د منځنیو پېړیو مفکرینو دا موضوع راپورته کړه چې که یو هنرمن غواړي د طبیعت تقلید وکړي، نو غوره دا ده چې پر ناڅرګندې (غیبي) نړۍ تمرکز وکړي، کومه چې یوه بشپړه نړۍ ده. له دې پرته ، غوره دا ده چې هنرمن په مادي نړۍ کې هم د ښکلا د تلپاتې او همېشنیو نښو لټه وکړي. بنسټپال پوهان له دې هم وړاندې لاړل او ادعا یې وکړه چې خدای هیچا ته اجازه ورکړې نه ده چې د نړۍ د پیدایښت تقلید وکړي. داسې تحلیلونو په اروپا کې د محاکات د نظریې په اړه فلسفي بحث غلی او نږدې څنډې ته کړ. له همدې امله په منځنيو پیړیو کې د بېلابېلو دلایلو له کبله د محاکات نظریه، لکه: د نورو علومو په څېر، له ځوړ سره مخ او پام ورته لږ شو.

په اسلامي نړۍ کې د اپلاتون د محاکات نظریه په دویمه هجري پېړۍ کې په عربي ژبه د یوناني فيلسوفانو د اثارو په ژباړې بیا وځلېدله. ابو بشر متي (۲۵۴ – ۳۲۴ ل. س) د لومړي ځل له پاره د ارستو د (Poetics) په عربي ژباړه (بوطیقا) کې د Mimesis د نومونې پر ځای “محاکات” کارولی دی، د محاکات ریښه “حکي” ده، مانا يې د یوې پېښې په اړه حکایت کول، د یوه څیز مثل، همرنګه او ورته راوړل. ابوناصر فارابي (۲۵۷-۳۳۹ ل.س) د اسلام له لومړنیو پوهانو څخه دی چې په خپلو فلسفي افکارو کې د محاکات په اړه هم مهمې نظریې لري؛ هغه د محاکات په اړه دقیقه تجزیه او تحلیل ترسره کړی او د ګړني (قولي) او عملي په دوو څانګو يې ویشلی چې ګړنی يې د یو مطلب د بیان پایله ده او عملي د یوه کار د ترسره کېدو حاصل دی. له فارابي وروسته تر ټولو مشهور شخص چې د ارستو بوطیقا يې سپړلې ابن سینا (۳۷۰ – ۴۲۸ ل.س) دی، د ده په باور د محاکات موخه د یو چا یا څیز په اړه د علاقې یا کرکې راپارول دي، نه یواځې د حقیقت څرګندول. په ښکاره ابن سینا له اپلاتون سره په دې اړه همنظره وو چې محاکات د حقیقت لور ته لارښوونه نه کوي، خو د اپلاتون په څېر يې نه ردوه او برعکس یې د ښوونې او روزنې یوه ښه لېږدوونکی باله.

بل شخص چې د یوناني فيلسوفانو پر اثارو یې څیړنه وکړه، ابن رشد اندلسي (۵۲۰ – ۵۹۵ ل.س) دی چې د فارابي او ابن سینا پر خلاف يې محاکات په نړۍ واله کچه تفسیر کړل، که څه هم د ابن سینا نظرونو ته یې پام کوه، خو د محاکات په اړه د نظر خاوند وو چې نظرونو يې د محاکات په اړه د بېلابېلو کلتوري ټولنو ترمنځ د ګډو قوانینو د کشف لار هواره کړله.

په هر صورت د اسلامي نړۍ محاکات، سره له دې چې د دې نظریې له اصولو سره یو څه ورتوالی لري؛ مفهومي او مصداقي بدلون منلی دی.

د رنسانس دورې اروپایانو ته بیا د دې لار هواره کړله چې د محاکات په ګډون د لرغوني یونان فلسفې ته بیا کتنه وکړي چې په اروپايي ژبو د مسلمانو پوهانو په ځانګړې توګه د ابن رشد قرطبي د ارزښتناکو اثارو په ژباړلو په منځنیو پېړیو کې د اروپایانو پرمخ د هیرې شوې پوهې دروازې پرانیستل شوې.
په رنسانس دوره کې د ښکلو هنرو د نظریې بنسټ له تمثیل او محاکات سره لیوالتیا ده چې دې اړخ په ځانګړې توګه په موسیقۍ کې ځان څرګند کړ. د محاکات نظریه تر ټولو وړاندې د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې د ګیلبرتي (L.Ghilberti) په اثارو کې وکارېدله. هغه په خپل اثر کې څرګنده کړې چې له طبیعت څخه د تقلید له پاره ډېره هڅه وکړي. البرتي (Albirte) هم څرګنده کړه چې د ښکلا رامنځته کولو له پاره له طبیعت څخه د تقلید نه بله غوره لاره نه شته. لیوناردو داوینچي (۱۴۵۲ – ۱۵۱۹ ز) تر نورو افراطي نظرونه درلودل، د ده په وینا: هغه هنرمن انځورګر چې طبیعت په سمه توګه انځوروي، د ستاینې وړ دی. دا د نظر خاوندان هغه مخکښان وو چې د رنسانس دورې ډېر لیکوال يې پلویان وو. د شپاړسمې پېړۍ په منځ کې شعر او شاعران دې بحث ته راکاږل شول او دا هغه وخت وو چې کره کتونکو د ارستو بوطیقا په بشپړه توګه منلې وه.

(F.Sittessa) (۱۵۷۵ز) په ارستويي طریقه وايي چې محاکات د شعر له څلورګونو توکو څخه یو دی، نور درې يې شاعر، ژبه او هنري خوند موندل دي. لږ وروسته د محاکات نظریه له ايټالیې نه المان ته ولېږدېدله او (Dürer) یې ځان ته راکاږه. له هغه ځایه یې فرانسې ته لاره وموندله او ډېرو نورو یې هرکلی وکړ. په ټوله کې داسې ښکاري چې د محاکات اوسنۍ نظریې درې پېړۍ ټینګ ځای درلود او د نظر خاوندانو پرې ګڼې ماناوې ورډېرې کړې. د رنسانس دورې ځینې لیکوال په دې باور وو چې یواځې ښه او خیال پاروونکي تقلیدونه د هنر په خدمت کې دي.

ځینو هڅه وکړه چې د تقلید ښه تفسیر وړاندې کړي، دا د دې لامل شو چې دوی د تقلید او کاپي له مانا لرې شي، تر دې پورې چې د شپاړسمې پېړۍ په پای کې د محاکات مانا د طبیعت له تقلید و تمثیل نه نوایستنې، پنځونې او نوښت ته واوښته او دا بحث اوولسمې پېړۍ ته هم وغځېده.له دې کبله په دې دوره کې د محاکات مفهوم له وچ تقلید او پیروۍ څخه ووت او نورو نومونو او اصطلاحاتو ته نږدې شو، لکه: نوایستنه، پنځونه او نوښت.

په اتلسمه پېړۍ کې د لرغونپوهانو له لوري د لرغوني یونان و روم د هنري اثارو په موندلو سره انځورګر هنرمنان او پژسازان د هغوی د هنري لارو په تقلید بوخت شول. په نولسمه پېړۍ کې محاکات نور د تقلید مانا نه درلوده او د اصلي پر وړاندې د بدل معادل په څېر څیز وو. تر دې پورې چې په نولسمه پېړۍ کې د محاکات و تقلید د طبیعت، د اپلاتون و ارستو د نظرونو په اړه بحث په جدي توګه دوام درلود … په شلمه پېړۍ کې د تقلید او محاکات نومونو څو لاملیزه بڼه وموندله او له بېلابېلو ګوټونو تر مطالعې لاندې ونیول شول. په دې پېړۍ کې د نظر د خاوندانو له لوري په فلسفه، هنر و ادب کې د محاکات په اړه نوي بحثونه مطرح شول چې د څلورو لیکوالو نظرونه د پام وړ دي. الماني فيلسوف والتر بنجامین (Walter Benjamin ، ۱۸۹۵ – ۱۹۴۲ ز) په خپل کتاب کې محاکات د بشر له ځانګړو استعدادونو څخه ګڼي. د ده په وینا: همدا طبیعت دی چې ورتوالی او یورنګي رامنځته کوي او وګړي یې درک کوي. د طبیعت محاکات د هغه ځواک پاتې شوني دي چې له لارې یې وګړو کولای شول ځان له نورو څيزونو یا وګړو سره ورته کړي.

تیودور ادورنو (Theodor Adorno ، ۱۹۰۳ – ۱۹۶۳ ز) د ښکلاپېژندنې د نظریې اثر لیکوال محاکات له چاپېریال سره د بشر د یورنګۍ و ورتوالي یو ډول بولي؛ د یوې غریزې تطبیق چې ټول ژوي د شاوخوا څېزونو په پرده کې ځان په چاپېریال کې ورګډوي. د هغه په نظر، هنرمن هم د طبیعت د محاکاتو له لارې ځان ورسره یورنګ و ورته کوي. ژاک دریدا (Derrida ، ۱۹۸۰ – ۲۰۰۴ ز) فرانسوي فيلسوف او مفکر محاکات د خپلې رغښت سپړنې (Deconstruction) نظریې بنسټيز محور ګرځوي او په پای کې رنه ژرار (Rene Girard) د ” محاکاتي لیوالتیا ” نومونه جوړه کړه. ده د سروانتس، استاندال، پروست او داستایوسکي په څېر لیکوالو د اثارو تجزیې او تحلیل ته په پام د هنري محاکاتو په ګډون د بشري لیوالتیاوو له پاره نوی جوړښت وموند. پر دې بنسټ، له محاکات څخه د انساني انګیزو تر ټولو مهمه يې د یو سیال شتون دی چې هغه هم د ګډې موخې د ترلاسي له پاره هڅه کوي.

په هر حال، که د محاکات بېلابېلو ډولونو او په اړه يې بېلابېلو نظرونه ته ونه ګورو، په بېلابېلو وختونو کې يې ګڼې ماناوې خپلې کړي دي، لکه: تقلید، اغېزمننه، یورنګ یا ورته کول، بیا ننداریزول او … . ( زینی وند، ثقه الاسلامي، بې.ن )

پایله

د Mimesis (محاکات) نظریه د لرغوني یونان له ګڼو فلسفي نظریو څخه یوه ده چې له هغوی نه نړۍ ته په میرات پاتې ده. محاکات د یوناني ويي او نومونې Mimesis عربي ژباړه ده چې مانا يې پېښې، تقلید او نورې ګڼې هغه دي چې په تېره لیکنه کې راغلي دي.

رښتیا دا دي چې د وګړني ژوند ګڼ، تر دې چې ټول ارزښتونه په زنځيري بڼه له یوه وګړني پوړ او نسل بل ته لېږدېږي یا په بله وینا: اوسنی نسل له تېر نه د ژوند چارې او ارزښتونه کاپي کړي یا اوسني د تېرو پېښې یا تقلید کوي. که موږ وګورو د ادم ( ع ) او له هغه سره د نږدې نورو پيغمبرانو د ژوند پېښې زموږ په ژوند کې شته؛ کله سړی فکر کوي چې هر څه کټ مټ هماغسې دي، خو کله پکې نوې بڼې او رنګونه ګوري.

د محاکات موضوع هم د پورتني متن له منځپانګې سره نږدې تړلې ده. د پوهانو نظر دا دی چې هنرمن تقلید کوي، لکه یو شاعر چې له طبیعت نه د سیندونو ، ګلانو ، پسرلیو او … انځورونه اخلي او موږ ته يې په الفاظو کې وړاندې کوي. په ټوله کې پوهان په دې نظر کې سره یو دي چې هنرمن تقلید کوي، خو د تقلید د ډول او څرنګوالي په پېژندلو او رونټیا کې سره وېشلي دي.

اخځونه

ابادیس وېبپاڼه. محاکات. د خپرېدو نېټه: (بې.ن)، لاسرسی :https://abadis.ir/fatofa [اخیستنه: ۱۰/زمری/۱۴۰۲ ل.ل] .
بارزګاني، ابراهیم. نظریه محاکات از دیدګاه فارابي و ابن سینا [مقاله]. د خپرېدو نېټه: (بې.ن) لاسرسی: http://www.dte.ir/portal/home/?news [اخیستنه: ۱۸/زمری/۱۴۰۲ ل.ل] .
زینی وند، تورج؛ ثقه الاسلامي، مژګان. نظریه محاکات و ادبیات تطبیقي [مقاله]. د خپرېدو نېټه: (بې.ن)، لاسرسی: https://www.sid.ir/FileServer/SF/6341393H0236 [اخیستنه : ۳/وږی/ ۱۴۰۲ل.ل] .
طاهري، محمد. نګاهی به سیر آرا و عقاید در باره نظریه محاکات [مقاله]. د خپرېدو نېټه: ۱۳۸۸ل.ل، لاسرسی: https://www.sid.ir/paper/137828/fa [اخیستنه: ۲۰/زمری/ ۱۴۰۲ل.ل] .
غضنفر، اسدالله. ( ۱۳۹۶ل.ل ) . جادوګر هنر [دویم چاپ]. جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه.
مبین، رحمت الله. محاکات [مقاله]. د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۰ل.ل، لاسرسی : https://www.nunn.asia [اخیستنه : ۶/وږی/۱۴۰۲ل.ل] .
ويکي فقه وېبپاڼه. محاکات . د خپرېدو نېټه: (بې.ن) ، لاسرسی: https://fa.wikifeqh.ir [اخیستنه : ۱۵/وږی/۱۴۰۲ل.ل] .

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx