نظــر

فقر ،عوامل او د منځه وړل ئې

د،ب،هيښ

په ټولنه کې د ټولو بدبختيو ، نا امنیو ، مداخلو او جنګونو ستر عامل فقر او بېکاري ده.

فقر يوه مصنوعي او غير طبيعي پديده ده ، چې د قدرت-شهرت-ثروت اوشهوت د معتادو لېونيانو له لوري خپلو شومو غرضونوته د رسېدو د پاره په ټولنه تحميل کيږي .

فقر مانا په ټولنه‌کې بېعدالتي او طبقاتي توپير.

هغه ټولنه چې فقر بېداد کوي ،د چانسونو او منابعو نه استفاده يوازې د يوه محدود قشر ( اشخاص ، کورنۍ ، ډله او يا ګوند ) پورې منحصر وي ، د ټولنې لوی اکثريت ور نه محروم او غير عادلانه او غيرمتوازن سياسي-اجتماعي -اقتصادي روابط په ټولنه‌کې جاري وي .

فقر د مستبدو،ظالمو او سودخورو(استثمارګرانو) حاکمانو د پاره په دونيا کې د جنتي ژوند د لرلو چانس دئ او د غريبانو-بېوزلانو د پاره دوزخي او عذاب دئ.

هره حاکمه طبقه د خپل قدرت او ثروت د زياتولو، ساتلو او د خپلو رقيبانو سره د رقابت کولو د پاره يوه دفاعي قوت او پرسونل ته اړتيا لري ، څو قدرت او ثروت يې محفوظ پاته شي .

نو استبداد ګران دهمدې شومې پدیدې (فقر) نه سؤاستفاده کوي او د ټولنې دا بیچاره قشر(بېکاره فقيران)

په فريب او مکر د خپل ناولي ژوند د بقا او دفاع د پاره استخداموي او لکه چرګان حلالوي يې ، مهمه نه ده چې د ظالمو زمامدارانو د واده معامله ده او که د فاتحې خيرات دئ.

بناا فقر داسبتدادګرانو او ظالمو حاکمانو د ناولي ژوند د تغذيې منبع ده.

که دا منبع(فقر)په ټولنه‌کې قطع او له منځه ولاړه شي، نو ستمګر واکمنان به د خپل واک او عشرت ددوام او دفاع د پاره اجير پرسونل د کوم ځای نه استخدام کوي، ځکه په ټولنه‌ کې فقر نشته او هېڅ فرد ضرورت نه لري ، چې د بل د واک او هوس د پاره ځان مفت او يا په‌کمه‌ بيه قربان کړي .

له‌همدې وجهې استبدادګران شعوري او قصدي کوښښ کوي ، چې فقر په ټولنه ملسط وساتي ، د ټولنې د افرادو درفاه او ترقۍ مخه ونيسي او داسې ټولنيز حالت تحميل کړي ، چې د ټولنې افراد د فقر او بېوزلۍ له کبله مجبور شي چې د ژوندي پاته کېدو د پاره د استبدادي حاکميت چوپړ ته تن ورکړي او په يوه ناچيز قېمت خپل ژوند قرباني کړي(لکه د کمونستانو په وخت کې ملېشې او اجيره اوردو او د اشغال په وخت کې اربکيان ، محلي پوليس ، صفر۱،صفر۲ او د اجرتي قاتلانو نور انسان وژونکي سازمانونه او يونيفورمی مسلح وحشيان د نامنهاده ملي اوردو تر نامه لاندې چې د فقيرانو او بېوزله کورنيو اولادونه يې د خپل وحشت د پاره استخدام او استعمال کړل او د کونډو،بورو ،یتيمانو او معلولينو لښکرې يې په میراث پرېښودې ).

که واقعاا ددې بدبختيو نه د خلاصون ،د يوه ارامه-مرفه ژوند د کولو هيله او ارمان لرو ، نو د فقر او بيکارۍ د اپيديمي عوامل بايد وپيژنو ، رېښې ئې وباسو او د مصيبتونو دا چينه بايد وچه کړو.

ددې شومې پديدې(فقر) د منځه وړلو د پاره دوه اساسي کارونه بايد وشي :

۱- استبداد ته که تر هر نامه او بانه لاندې وي قطعي ځواب وويل شي او داسې سياسي مديريت راشي چې ملت ته د حساب ورکولو اصل ته وفادار او متعهد وي. د سياسي واکمنۍ په اصلي مانا چې د اولس خدمت دئ آګاه، معتقد او مؤمن وي او ځان ته د يوه مامور په مقام وګوري چې آمر يې اولس دئ ، نه معکوس.

۲-د فقر د منځه‌وړلو د پاره ترټولو کاري او مؤثره نسخه تعليم او تعلم ته مخه کول دي . په عصري او طبيعي علومو ټولنه خصوصاا نوی نسل او ځوان نسل(نارينه او ښځينه)مسلح کول دي.
ځکه جهالت ،ناپوهۍ، بیخبرۍ ،بې معلوماتي د فقر دپاره يو اډياله بستر او د فقر د تغذيې او پراخېدو د پاره مناسبه منبع جوړوي .

نو د فقر د ريښې ايستلو د پاره د يوه سالم ،متخصص،ديني-ملي ارزښتونو ته متعهد سياسي منجمنټ د موجوديت تر څنګ علم ،تخنيک ،تکنالوژي او د مختلفو فنونو او مهارتونو زده‌کولو ته د رجوع اشد ضرورت دئ.

کله چې د فقر عوامل (استبداد او بې علمي ) په ټولنه کې محو شي ، طبعاا به فقر هم نابود شي. خلک به د کار او ابتکار چانس پيدا کړي ، ټولنه به د توليدي او ابداعي کلتور څښتنه شي .

د اقتصادي ودې د پاره به چې د ټولنې د رفاه اساسي فکتور دئ زمينه مساعده شي ،د صنعتي ،کرهنيز، تجارتي او خدماتي سکتورونو د ودې -انکشاف شرايط به مهيا ، د ټولنې غړيو ته به د کار او معيشت امکانات برابر شي او فقر به په بنیادي شکل له منځه ولاړ شي.

په ټولنه کې به د واقعې سولې او ثبات تضمين حتمي او دائمي شي او د هرنوع تشنجونو ، ټکرونو ،جنجالونو او مصيبتونو د وقوع مخه به د هميش د پاره ونيول شي.

د فقر ريښې او بنياد ايستل او ټولنه ترې خلاصول يوه عظيمه ، درنه او سخته ستونزه او پروسه ده ، چې هېڅ واکمني يې په يوازې توګه او زماني سرعت نه شي حل کولئ او که کومه واکمني دا ادعا کوي ، مبالغه کوي او ادعا يې بې له لاپو او سياسي غرض نه بل څه نه دي ،بلکې يوه اوږده عمليه ده چې د سياسي واکمنۍ د قوي ارادې او تلاش تر څنګ د اولس سهم اخستلو ، حمايت او وخت ته اړتيا لري .

د ااا په راتګ سره د فقر د ورکېدلو امېد پيدا شوئ دئ ،ځکه ديني-ملي-اولسي حاکميت برقرار شوئ دئ چې د اولس خدمت او د وطن آبادي ئې شعار او شعور دئ .د افغانستان سياسي واکمنان د فقر د ورکولو د پاره صادقانه اراده،انګېزه او قصد لري ،ځکه ددې سياسي واکمنۍ ماهيت نه ميراثي دئ او نه استبدادي ،بلکې سوچه اولسي رېښې او بنياد لري. په دې کمه موده څه کم دريو کلونو کې مؤثر او د توقع خلاف ستر کارونه (بندونه -سړکونه-کانالونه جوړول ،د طبيعي زېرمو او شتمنيو مسلکي استخراج او نورې بنسټيزې اقتصادي پروژې عملي کول،د مالي او اداري فساد سره مبارزه، کرهنيز او صنعتي سکتور ته توجه کول،ټولنه د مصرفي اقتصاد په ځای توليدي او خدماتي اقتصاد ته رهبري او تشويقول،د جرمي اقتصاد سره مبارزه او ….) هغه مثبت ګامونه دي چې اخستل شوي دي او د يوه سالم اقتصاد بنياد ايښودلو او فقر ورکولو د پاره قابل د تحسين او تائيد دي.

لاکن يوازې شعار او شعور د فقر د مخنيوي او ورکېدو د پاره کافي نه دي،بلکې زیات عملي اقداماتو ، مهارتي ظرفيت ، تخصصي کدرونو او پروفېشنال منجمنټ ته هم اشد ضرورت دئ . چې دا ضرورتونه بيا د فقر د ورکېدو په دوهم فکتور ( علم ،ساينس او تکنالوژي )زور اچولو او جدي نيولو سره رفع کيږي .

امېد دئ چې زموږ مشران (دااا) لکه د اشغال -شر-فساد سره په مبارزه کې ئې خپله شاهکاري او وړتيا وښودله ، د فقر (چې د پخوانيو استبدادي زمامدارانو ظالمانه ميراث دئ) د ورکولو ديني-ملي-انساني رسالت هم په هوښيارۍ-بېدارۍ-قاطعيت او صداقت سره ادا کړي او د فقر د شومې او سترې بلا نه خپله ټولنه او اولس د هميش د پاره خلاص کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

الحمدلله اسلامي امارت د فقر او بې وزلې په ختمولو کې سترې پروژې په کار اچولي دي. هيله ده چې اقتصادي وضعیت به ښه او خلکو ته به د کار زمینه برابره شي. خو د اسلامى امارت ټول جګپوړي او عام مامورين بايد په ايماندارۍ د خپل مظلوم ولس خدمت وکړي. بل خاص د الاهي احکامو په رڼا کې عمرى عدالت ټينګ او واسطو، رشوت او خپلوې بغیر د لياقت په رڼا کې حکومتي چارواکي او مامورین وټاکل شي. او د عصري او اسلامي تعلیم په مدرسو او مکاتبو کې يو شان شي. د اناثو پر مخ مکتوبونه او پوهنتونونه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx