افغانستانخبرونه

د قطر سره میاشت د کډوالو په ښارګوټي کې راستانه شویو افغان کډوالو ته معیاري کورونه جوړوي

د قطر سره میاشت د کډوالو په ښارګوټي کې راستانه شویو افغان کډوالو ته معیاري کورونه جوړوي.

نن ټکی اسیا (شنبه، جوزا ۵مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په خپل کاري دفتر کې د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړیوالې پراختیا رییس دوکتور محمد صلاح ابراهیم سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس ویلي چې د قطر سره میاشت د کډوالو په ښارګوټي کې راستنو شویو افغان کډوالو ته معیاري کورونه جوړوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې دوه ورځې وړاندې د قطر د سرې میاشتې استازي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره په لیدنه کې ویلي و چې له دې وزارت سره په ګډه به د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو پروژې پلې کوي.

په ورته وخت کې نوموړي استازي په کندهار ولایت دریمه ناحیه کې ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو پرانیسته وکړه چې د رغولو چارې به یې په شپږ میاشتو کې بشپړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx