افغانستانخبرونه

د شخړو د حل کمېسیون په کاپیسا ولایت کې ۲۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې

 

نن ټکی اسیا (شنبه، جوزا ۵مه، ۱۴۰۳ل): سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د شخړو د حل کمېسیون په کاپیسا ولایت کې د دوه لسیزو را پاتې دښمني په دوستې بدله کړې.

ددې وزارت په وینا، یاده ۲۲ کلنه دښمني د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د صوفیانو او میاخېلو کلیو د کورنیو ترمنځ وه، د شخړو د حل کمېسیون او ځایي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې یاد کمېسیون په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له لسیزو پاتې دښمنۍ د اسلامي شریعت په چوکاټ کې په دوستۍ بدلې کړي او د هغه پرېکړو مخه یې نیولې چې د روغې جوړې پر مهال له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx