افغانستان

کندوز کې ولسي وګړو د اربکیانو پر ضد پاڅون کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): کندوز ولایت کې ولسي وګړو د پولیسو او اربکیانو پر ضد پاڅون کړی دی.

د کندوز ولایت چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بې ساري پرمختګونو شاهد دی، په دې وروستیو کې د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي هم سفر وکړ.

که څه هم دغه بریدونو کې  د طالبانو سره زیاتره ولس برخه اخېستې خو محمدي په دغه سفر کې ویل چې وسله وال غواړي په شمال کې ګډوډۍ زیاتې کړې او له همدې امله یې په کندوز کې بریدونو کې تېز والی راوستی دی.

د دولت پر ضد وروستي راپورونو په اړه د چاردرې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې طالبانو د ولس په «همکارۍ» ۲۴ پوستې نيولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې «ولس له اربکیانو پوزې ته راغلی و، همدا و چې له طالبانو سره يې ګډه د دولت پر ضد مبارزه پیل کړه».

دغې سرچینې په وینا یواځې په چاردرې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد ولس پاڅون نه دی کړی بلکې په دشت ارچي، خان اباد او امام صیب ولسوالیو کې هم ولس د طالبانو سره په ګډه اربکیانو پسې راخېستې ده.

تر دې مهاله یواځې په چاردې ولسوالۍ کې ۴۲ اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي چې د ځايي خلکو په وینا د طالبانو لخوا ورته نغدي پیسې او یوه یوه جوړه جامې هم ورکړل شوي.

د امام صيب د ولسوالۍ یو اوسېدونکي خان محمد نن ټکی اسیا ته د تلیفون په کرښه وویل چې ولسي وګړي د اربکیانو پر ضد د طالبانو سره یوځای شوي.

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د ولسي پاڅون او طالبانو د ځپلو لپاره د کابل څخه ستره قوه لاړه ده.

خان محمد په وینا دولت اوس ځای پر ځای بمبارۍ پیل کړي خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

په کندوز کې د اربکیانو پروسه څو کاله دمخه پیل شوه او د «ولسي پاڅون» نوم ورکړل شو، خو د وسلوال کېدلو سره اربکیانو چې زیاتره یې نشیان، غله، پخواني ټوپک سالاران دي په غلاګانو، تښتونو او بې عفتیو پیل وکړ.

که څه هم ولس له پخوا د طالبانو ملاتړی بلل کیږي، خو د چاردرې اوسېدونکي وايي چې دوی د اربکیانو له «ظلمونو» دوه پوزو ته راغلي او له همدې امله يې د دولت پر ضد وسله راخېستي.

په عین حال کې د کندوز ولایت چارواکي وايي چې په دغو اربکیانو یې زور نه رسیږي او نه شي کولای چې د دوی د خپلسریو مخه ډپ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x