افغانستانخبرونه

له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، جوزا ۵مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزارت وایي چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۱۵۰ کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

ددې وزارت په وینا، راستنې شوې کورنۍ د تورخم له لارې ۶۲، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۷، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۰ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۲۰ کورنۍ هېواد ته را ګرځېدلې دي.

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وایي چې راستنې شوې کورنۍ د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx