افغانستان

لوګر کې بې پيلوټه الوتکې ولسي وګړي شهيدان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د لوګر ولايت مرکز ته څېرمه پادخواب کلي کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې درې ولسي وګړي شهيدان شوي او دوه نور مرګوني ټپيان دي.

د لوګر ولايت امنيه قومندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزی وايي، چې وژل شوي کسان ولسي وګړي دي او طالبانو سره يې هيڅ اړيکې نه درلودې.

امنيتي چارواکي د ځايي خلکو له قوله وايي، چې د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې شهيدان شوي کسان په خپل کور کې په ابادۍ لګياو، چې امريکايي بې پيلوټه پرې توغنديز بريد وکړ او درې تنه يې شهيدان او دوه يې ټپيان کړل.

د لوګر امنيه قومندان وايي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او د درملنې لپاره پلازمېنې کابل لېږدول شوي دي.

دا پېښه نن د جمعې له لمانځه يو ساعت مخکې شوې ده.

ځايي خلک  هم وايي، چې شهيدان شوي کسان ولسي وګړي دي او د بمبار پر مهال خپل کور کې د ابادۍ پر کار بوخت وو.

د پادخواب کلي يو اوسيدونکي نن ټکی اسيا سره په خپلو خبرو کې وويل، چې په وژل شوو کسانو کې د حاجي شهباز خان په نوم يو اوياکلن سپين ږيری هم شامل دی.

ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ايساف او ناټو عسکر ولسي وګړي وژني، بلکې د بهرنيو عسکرو لخوا د طالب او شکمنو وسله والو په نوم د ولسي وګړو وژنه د خبرونو برخه ګرځېدلې، مګر د افغان چارواکو په ګډون ملګرو ملتونو او نړيوالو بشري ټولنو تر اوسه په دې اړه بې پرې جدي پرېکړه نه ده کړې، تر څو د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مخنيوی وکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x