تاریخي پيښينظــر

جنګونه او جګړې تل تباهي له ځان سره راوړي! لیکوال: م حماد شیرزاد

هغه ورځ د آیرلېنډ جمهوریت او ناروې او هسپانیې شاهي دولتونو د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه وکړه. له دې مخکې د اروپايي اتحادیې ۸ هیوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژانده. مالټا او سولوېنیا هم اعلان کړی چې ښايي دوی هم په نږدې راتلونکي کې ورته اقدام تر سره کړي. تر دې دمه د ملګرو ملتونو له ۱۹۳ هیوادونو ۱۴۰ دولتونو د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی.

د رسمیت پېژندنې د دغه نوې څپې سر د تاریخ پاڼو ته اوځي. کال ۱۹۴۷م کې چې کله انګریز د فلسطین د خلکو په ځمکه د بالفور قرارداد په بنسټ صهیونستي رژیم مېشت کړ،‌ د فلسطینیانو او صهیونستانو تر منځ لومړۍ جګړه رامنځ ته شوه. د نکبې په نتیجه کې لسګونه زره فلسطینیان له خپلې خاورې وویستل شول. کل ۱۹۴۹م کې د ملګرو ملتونو د قراداد له مخې صهیونستي رژیم د هیواد په توګه په رسمیت وپېژندل شو خو فلسطینیانو ته هم د مستقل هیواد غوښتنه وشوه. د فلسطیني مسلمانانو او صهیونستي رژیم له څو جګړو وروسته په کال ۱۹۸۸م کې الجزایر د فلسطیني دولت د رسمیت لپاره یو کنفرانس دایر کړ چې یاسر عرفات پکې د فلسطین په استازولۍ شرکت کاوه.

له دغې کنفرانس وروسته په همدې کال د ملګرو ملتونو یوه کنګره دایره شوه چې اکثریت هیوادونو پکې فلسطین منحیث مستقل دولت په رسمیت وپېژانده خو امریکا، بریتاینې او فرانسې د امنیت شورا په غونډه کې د فلسطیني دولت د رسمیت مخه ونیوله.

په دې لومړی څپه کې هم ۵ اروپايي هیوادونو فلسطین منحیث دولت په رسمیت وپېژنده. دا هغه وخت ؤ چې افغانستان هم د نورو هیوادونو تر څنګ فلسطین منحیث مستقل دولت په رسمیت وپېژنده. د ملګرو ملتونو سر منشي په همدې اساس پرېکړه وکړه چې فلسطین به د یادې مجمعې د څارونکي غړي په توګه په غونډو کې شرکت کوي. همدا وجه ده چې اوس په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د دولت استازی نه شی کولای د نړیوالو پرېکړو پر وخت رایه وکاروي.

د فلسطین په قضیه کې د نړۍ د اکثرو هیوادونو موقف دا دی چې دوی د دوه دولتونو په حل باور لري خو په عمل کې غربي هیوادونو د دې داعیې ټینګ مخالفت کوي.

دا چې فلسطین په رسمي ډول نړیوالې ټولنې ته د دولت په حیث د منلو وړ شي، باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې غړیتوب تصویب کړي. د امنیت شورا په پنځو دایمي غړو کې درې غړي (فرانسه، بریتانیه او امریکا) همېش د مستقل فلسطیني دولت د جوړېدو مخه نیسي.

د همدې شورا دوه نورو دایمي غړو (روسیې او چین) په کال ۱۹۸۸م کې فلسطین د یو دولت په حیث په رسمیت منلی. د دې له ټولو ژوندی مثال دوه میاشتې مخکې د امنیت شورا کې وړاندې شو چې د دایمي او موقتي غړو په شمول ۱۲ هیوادونو فسلطین منحیث دولت په رسمیت پېژندلو ته رایه ورکړه. دا امنیت شورا دا قرارداد هم لکه د تېر په شان امریکا ویټو کړ. امریکا یو ځل بیا هم د دوه دولتونو د حل ابتکار خنثی کړ.

امریکایان تل د عامه ذهنیت غولولو لپاره دا تکراروي چې دوی د فلسطین د قضیې اساسي حل په دوه دولتونو کې ویني خو په عملي ډګر کې همدوی د دوه دولتونو د حل مخه نیسي.

د دوه دولتي حل بحث د اوسلو د خبرو په نتیجه کې هغه مهال رامنځ ته شو چې په رام الله کې د فتحې حکومت د نړیوالې ټولنې په شتون کې صهیونستي اشغال په رسمیت وپېژنده او د هغوی په مقابل کې یې نظامي مبارزې ته د پای ټکی کېښود.

د اوسلو تړون د فلسطین په قضیه کې یوه لویه تېروتنه وه چې د یاسر عرفات په مشرۍ د فتحې ګوند وکړه خو ویل کېږي چې عرفات پخپله هم د ژوند په اواخرو کې په دغه سیاسي تېروتنه ډېر پښېمانه ؤ.

سره له دې چې رام الله حکومت د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې سفارتونه لري‌ خو په تېرو لسیزو کې ونه توانېدل په سیاسي ډګر کې څرګنده لاسته راوړنه ولري. د دې ناکامۍ اساسي لامل دا دی چې دوی د صهیونستي رژیم په مقابل کې د ځواک وسیله له لاسه ورکړه. سیاست د ځواک پر مت چلېږي، کله چې د یو حرکت، ډلې یا حکومت تر شا د ځواک وسائل نه وي نه شي کولای د سیاست په میدان کې لوبه وکړي. د فتحې سیاسي مصالحه د دې تیورۍ یو عملي مثال دی.

دوه دولتي حل او د حماس تګلاره
د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د اوسلو د غونډو دغه معامله په رسمیت نه پېژني. دوی په دې بارو دي چې صهیونستي رژیم اصلا د شتون حق نلري ځکه چې د اشغال شوي فلسطین خاوره باندې د دوی سیاسي حاکمیت منل د فلسطین له قضیې سره لویه جفا ده. حماس له لومړی ورځې په دې پوهېده چې د صهیونستي اشغال په مقابل کې نظامي مبارزه د ځواک یواځینی او اساسي وسیله ده چې باید هېڅکله له لاسه ورنکړل شي.

کال ۲۰۰۱م کې چې امریکا د (ترورېزم ضد) جګړه پیل کړه، د حماس په شمول لوی اسلامي‌ غورځنګونو له لویو ننګونو سره مخ شول. امریکا او غرب وتوانېدل په دې څپه کې دیني حرکتونو د ترورېزم د جګړې په نوم وځپي.

امریکا په افغانستان او عراق کې ښکېله شوه. د همدې ستراتیژۍ دویمه څپه بیا هغه مهال راپورته شوه چې د منځني ختیځ ولس د عربي پسرلي په نتیجه کې اسلامپالو ته رایه ورکړه.

عربي پسرلي امریکایانو ته بل درد سر جوړ کړ. د فلسطین قضیې لپاره د مصر په شان ستراتیژیک هیواد کې د اسلامپالو سوبه غرب ته له یو لویې بایلې پرته هېڅ نه ؤ. نتیجه دا شوه چې امریکایانو د خپلو سیمه ایزو ملګرو په واسطه د اسلامپالو دا څپه هم تته کړه.

د سیمې بدلېدونکي حالت ته په کتلو حماس پوه شو چې د امریکا په مشرۍ غرب په دې لټه کې دی چې د فلسطین په قضیه کې صهیونستي رژیم ته د لوی اسرائیل جوړولو شین سګنال ورکړي. حماس د همدې محاسبې له مخې کال ۲۰۱۷م کې نوې سیاسي تګلاره اعلان کړه چې په هغې کې یې د ۱۹۶۷م مخکې سیاسي جوړ جاړی ومانه خو دا یې تکرار کړه چې نه صهیونستی رژیم په رسمیت پېژني‌ او نه له خپلې مبارزې لاس اخلي. د حماس دا تأیید د اوسلو د تړون په رسمیت پېژندل نه ؤ بلکې دوی د یو سیاسي تکتیک له مخې دا کار کوه. د حماس له نوې تګلارې دوه لوی عوامل ؤ:

لومړی عامل د فلسطین په داخل، سیمې او نړیوال سیاست کې د دوی تنهايي او انزواء وه. د مرسي له حکومت څخه وروسته په سوریې، لیبیا او نورو هیوادونو کې بې سیاسي بې ثباتۍ دوی خطرناکې انزواء سره مخ کړل.

سوریې سره یې اړیکې خراپې شوې، خلیجي هیوادونو د امریکا د فشارونو له مخې حماس له محاسبې وویست، نور شرقي هیوادونو هم د امریکا په رهبرۍ د جګړې له امله د فشار لاندې شول.‌حماس دا هر څه د یو عیني‌ واقعیت په حیث منل. دوی سره د تعامل لپاره نوې لاره لټول پکار ؤ.
دویم لوی عامل دا ؤ چې صهیونستي رژیم او امریکا له همدې انزواء څخه په استفادې د لوی اسرائیل د پلان په عملي کولو پیل وکړ.‌

یو اړخ ته د سموترېش په شان د صهیونستي رژیم مشرانو (جدایه او سمیرا) پلانونو اعلان کړل بل اړخ ته ټرمپ د امریکا سفارت له تل ابیب پر ځای بیت المقدس ته انتقال کړ. له دې مخکې په ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې د حماس او صهیونستي اشغال تر منځ سختې جګړې شوې وې او د غزې خلک د سخت فشار لاندې ؤ. حماس وخت ته اړتیا درلوده تر څو د سیمې او نړۍ حالت بدل شي او نوې سیاسي تګلارې دوی ته دا موقع ورکوله.

حماس اوس هم د فلسطین په تاریخي خاوره د دوه دولتونو حل نه مني خو په دې باور دي چې د فلسطین مستقل دولت رسمیت د تاریخي آزادۍ په لار کې یوه مثبت ګام دی.

د رسمیت پېژندنې نوې څپه
د ناروې، هسپانیې او آیرلېنډ د رسمیت له پرېکړې وروسته مالټا او سولوینیا هم اراده کړې چې په نږدې راتلونکي کې فلسطین منحیث مستقل دولت په رسمیت وپېژني. فرانسې هم ویلي چې په پرنسیپ (اصولو) کې د فلسطین د دولت له رسمیت سره مشکل نه لري خو اوس یې په رسمیت منلو ته تیار نه دي.

د فلسطیني دولت د رسمیت نوې څپه به د فلسطین په قضیې څو اغیزې ولري؛
» دا نوې څپه کولای شي په صهیونستي رژیم نړیوال سیاسي فشار زیات کړي. دوی په غزه کې د روانې ټول وژنې له امله په اروپايي‌ اتحاد او نړیوالې ټولنې کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی.

د اروپايي ټولنې د حکومتونو د رسمیت اصلي لامل د دې هیوادونو د ملتونو فشار دی چې غواړي حکومتونه یې د بشر د حقوقو اصل ته درناوی ولري.

» دا څپه د اکتوبر د ۷ د تاریخي عملیاتو یوه لویه سیاسي لاسته راوړنه ده چې ښايي په راتلونکي کې د لوی فلسطین له هدف سره مرسته وکړي.

» په اروپايي هیوادونو کې د فلسطیني دولت رسمیت کولای شي‌ په اروپايي ټولنه کې صهیونستي رژیم له انزواء سره مخ کړي. دا انزواء به د اروپايي اتحاد په لویو پرېکړو څرګند تأثیر لري.

» فلسطیني مقاومت دا ثابته کړه چې د دوی ۸ میاشتې مسلسلې مبارزې وکولای شو هغه سیاسي انجار تر لاسه کړي چې په ډېرو کې یې لاسته راوړل ممکن نه ؤ.

» د رسمیت دا څپه د صهیونستي رژیم هغه پلان چې د فلسطین نوم د نړۍ له نقشې محو کړي، له لوی مشکل سره مخ کوی ځکه په اروپايي اتحاد کې به د دې عمل ټینګ مخنیوی کېږي.

» دا څپه فلسطیني ملت او اسلامي نړۍ ته ثابتوي چې مقاومت وکولای شو د صهیونستي رژیم هغه کالبوت مات کړي چې دوی یې په رعب د اسلامي‌ نړۍ ملتونه ډارول.

»‌ سره له دې چې دا څپه خپل اهمیت لري خو د فلسطین دولت ته د پوره رسمیت حقوق نه ورکوي ځکه چې د امریکا په مشرۍ د امنیت شورا غربي بلاک د دې چارې مخه نیسي. فلسطین منحیث یو دولت هغه وخت د نړیوالې ټولنې برخه ګرځېدلای شي چې د امنیت شورا پنځه دایمي غړي یې قرارداد تصویب کړي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx