افغانستانخبرونه

۱۰۰ تنه روږدي له حرفوي زده کړو او درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، جوزا ۵مه، ۱۴۰۳ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وایي چې ۱۰۰ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورونو ته سپارل شوي.

نوموړي ویلي، چې نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو نن شنبه ۵۰ تنه روږدي کندز او ۵۰ تنه هلمند ولایت ته له درملنې او څلور میاشتینۍ حرفوي زده کړو وروسته خپلو کورونو ته سپارلي دي.

د یادلو وړ ده چې د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنیدو وروسته روږدي کسان د کورنيو چارو وزارت، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، افغاني سرې مياشتې او د عامې روغتیا وزارت له لوري د درملنې په موخه د هېواد له بېلابېلو ولایتونو را ټول شوي او له حرفوي زده کړو او درملنې وروسته خپلو کورونو ته سپارل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx