نړۍ

حماس په تازه عملیاتو کې اسراییلي عسکر ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د حماس ډلې نظامي څانګې (کتائب القسام) ویاند ابوعبیده وايي چې تېره ورځ د غزې په جبالیا سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې اسراییلي عسکر نیولي او وژلي دي.

ښاغلي ابوعبیده د وژل شوو، ټپي شوو او نیول شوو اسراییلي اشغالګرو ځواکونو د تعداد په اړه څه نه دي ویلي.

د قسام ډلې مطبوعاتي برخې یوه ویدیو خپره کړې چې په کې لیدل کیږي یو اشغالګر اسراییلي سرتیری د یوه تونل دننه کوم لوري ته وړي.

دا لومړی ځل دی چې حماس د روانې جګړې پر مهال اشغالګر اسراییلي ځواکونو په جګړه کې لاس په لاس ژوندي نیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx