افغانستانخبرونه

د قطر سرې میاشتې په افغانستان کې د ۱۰ روغتیايي مرکزونو د جوړولو اعلان کړی

 

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۴۰۳ل): د قطر د سرې میاشتې ټولنه وایي چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې به ۱۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي چې دغه مرکزونه به په افغانستان کې د میندو او ماشومانو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوښت وي.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ټولنې مشر دوکتور محمد صلاح ابراهیم دوه ورځې وړاندې د کډوالو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي دي چې د قطر سره میاشت د کډوالو په ښارګوټي کې راستانه شویو افغان کډوالو ته معیاري کورونه جوړوي.

همهاله نوموړي استازي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې له دې وزارت سره په ګډه به د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو پروژې پلې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx