افغانستانخبرونه

غور ولایت کې ۴۰ قلمه بېلابېل تاریخي اثار موندل شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۴۰۳ل): ‏د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د شدیدو سېلابونو راوتلو له امله یو شمېر تاریخي اثار موندل شوي دي.

د یاد ریاست مسوولین وایي چې یاد ۴۰ قلمه بېلا بېل تاریخي اثار جام منار ته نږدې د ځایي خلکو له خوا موندل شوي چې د ساتلو لپاره یې ددې ولایت موزیم ته وړل شوي.

یاد ریاست زیاتوي چې د موندل شوو اثارو تاریخي مخینه د غوریانو تر دورې رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx