افغانستانخبرونه

د هرات په تورغونډۍ بندر کې سوداګریزه کچه نیم په نیمه لوړه شوې

 

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۴۰۳ل): په هرات کې د تورغونډۍ بندر مسوولین وایي چې په دې وروستیو کې په دغې لاره د سوداګرۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي.

دوی وایي چې د تېر په پرتله سږکال له دغې لارې د سوداګرۍ کچه لوړه شوې، پخوا به د ورځې له سلو تر ۲۵۰ باروړونکي موټر له دې لارې هېواد ته دننه کېدل، خو اوس د ورځې تر ۵۵۰ باروړونکي موټر هېواد ته دننه کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه نیمه اونۍ وړاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي و چې د هېواد په کچه د تېر کال د صادراتو په پرتله د وارداتو په ارقامو کې زیاتوالی راغلی.

دې ادارې زیاته کړې وه چې افغانستان څخه بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو ارزښت یو میلیارد، ۷۷۷ میلیونه، ۹۰۰ زره ښودل شوی دی او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارده ۵۷۶ میلیونه ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx