افغانستانخبرونه

بدخشان کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي

 

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۷مه، ۱۴۰۳ل): بدخشان کې وروستیو سېلابونو ځایي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

‏د ‎بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وایي، چې ددغه ولایت په مرکز فیض اباد مورچک سیمه کې د تیرې شپې د سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ ۱۰ غړي مړه شوي دي.

یاد مسوولین زیاتوي چې ځایي خلکو له حکومت او بشر پاله ټولنو د عاجلې مرستې د رسولو غوښتنه کړې.

په ورته مهال د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتو له امله د مرکز فیض آباد – ارګو او بهارک ولسوالیو ترمنځ لویه لاره هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx