نظــر

د افغانستان او روسيې اړیکو کې د نوي پړاو څرکونه

د افغانستان او روسيې اړیکو کې د نوي پړاو څرکونه

ذاکر جلالي
روسیه په پام کې لري چې د طالبانو نوم د ترهګرو له لیست څخه وباسي. د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي د ترهګرو له لیست څخه د طالبانو د نوم ویستلو موضوع په اړه د روسیې ګڼ ارګانونه مثبت نظر لري. ده وویل «د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم باید لرې شي. له دې پرته به دا له وخت مخکې وي چې د رسمیت په اړه وغږېږو. ځکه په دې اړه کار روان دی. د دې موضوع ټول اړخونه د روسیې رهبرۍ ته وړاندې شوي دي. موږ د وروستۍ پرېکړې په تمه یو». پرون په تاشکند کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څخه په روسیه کې د ممنوعه ډلو له لیست څخه د طالبانو نوم ویستلو په اړه پوښتنه وشوه ده وویل: «طالبان اصلي قدرت په لاس کې لري. د چین ولسي جمهوریت په څېر موږ هېڅکله خپل سفارت په هغه هېواد کې نه دی تړلی. د چین لپاره د افغانستان سفیر د نورو سفیرانو ترڅنګ خپل باورلیک ولسمشر شي جین پینګ ته وړاندې کړ. قزاقستان هم په دې وروستیو کې پرېکړه وکړه چې هغوی [طالبان] له تور لیسته وباسي. موږ هم دا کار کوو [طالبان له تور لیسته لرې کوو]. د ملګرو ملتونو امنیت شورا طالبان یوه ترهګره ډله نه دي ګڼلي. مګر مهم ټکی دا دی چې دوی [طالبان] اصلي ځواک دي. موږ په مرکزي اسیا کې د خپلو نورو متحدینو په څېر افغانستان ته توجه کوو. دا بهیر د حقیقت د منلو ښکارندوی دی». د روسیې پورته پرېکړه بې له شکه د افغانستان او روسیې ترمنځ د رسمي اړیکو په لار کې د یوه خنډ د لرې کېدو په معنا دي؛ مګر له دې خنډ سره سره په تېرو څه کم درېوو کلونو کې په ګڼو برخو کې د افغانستان او روسیې په دوو اړخیزو اړیکو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. په ګڼو کچو پلاوي تبادله شوي دي. د مسکو فارمټ په اکثرو ناستو کې د امارت لوړپوړي پلاوي ګډون کړی. روسیې په وروستي کازان فورم کې د افغانستان اسلامي امارت ګڼو مشرانو ته د تېرو کلونو په څېر د ګډون بلنه ورکړې وه. راتلونکې میاشت د سنټ پټرزبرګ په نړیوال اقتصادي فورم کې هم د تېرو کلونو په څېر د امارت چارواکو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx