خبرونهنړۍ

انتونیو ګوتریش: اسرایېلي ځواکونه دې د رفحې په پنډغالو کې بریدونه ودروي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش اسرایېلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې ژر تر ژره دې د غزې پر رفح ښار د نسل وژنې بریدونه ودروي.

نوموړی دا غبرګون داسې مهال کوي چې اسرایېلي پوځیانو په رفح کې د کډوالو په پنډ غالو پراخ هوایي بریدونه پیل کړې چې له امله یې په سلګونو بې ګناه فلسطینیان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.‏

د انتونیو ګوتریش له غبرګون سره سم نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غزې په رفح ښار کې د اسراییلي پوځیانو وروستیو بریدونو په تړاو بېړنۍ غونډه جوړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx