افغانستانخبرونه

د شخړو د حل کمېسیون په غور ولایت کې ۲۴ کلنه دښمني په دوستۍ بدله کړې

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳ل): سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د شخړو د حل کمېسیون په غور ولایت کې شاوخوا دوه نیمو لسیزو را پاتې دښمني په دوستې بدله کړې.

ددې وزارت په وینا، یاده ۲۴ کلنه دښمني چې په غزني ولایت کې د مېشتو کوچیانو للزي او ناور ولسوالۍ د هزاره قومونو ترمنځ وه، د شخړو د حل کمېسیون او ځایي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې یاد کمېسیون په کاپیسا ولایت کې د دوه کورنیو تر منځ ۲۲ کلنه دښمنۍ د ځایي قومي مشرانو په هڅو په دوستۍ بدله کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx