افغانستانخبرونهنړۍ

روسيه د ا.ا.ا. د ترهګرو سازمانونو له نوملړ څخه وباسي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳ل): افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې هېواد له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي یو شمېر وزارتونو ولسمشر پوتین ته وړاندیز کړی چې اسلامي امارت د «ترهګرو» سازمانونونو له لېست څخه وباسي.

نوموړي ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت په یو وړاندیز کې ولسمشر پوتین ته په ډاکه کړې چې نور ددې وخت را سیدلی چې روسیه له خپلو ممنوعه سازمانونو له لیست څخه اسلامي امارت وباسي.

په ورته مهال مسکو د راتلونکې میاشتې په سنټ پیټرزبورګ اقتصادي غونډه کې د اسلامي امارت استازو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx