افغانستانخبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم په اساس یو شمېر نوې ټاکنې شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳ل): د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د عالیقدر امیر المؤمنین د حکم په اساس په یو شمېر وزارتونو، ولایتونو او ریاستونو کې ټاکنې شوي.

نوموړي ویلي چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر اساس د کورنیو چارو وزارت مخکنی اداري معین مولوي نورجلال جلالي، د عامي روغتیا وزارت د سرپرست په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست مخکنی اداري معین ملا رحمت الله نجیب، د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه، د سمنګان ولایت مخکنی والي ملا عبدالاحد فضلي، د فاریاب ولایت د والي په توګه، د فاریاب ولایت مخکنی والي ملا محمد شعیب رسالت، د سمنګان ولایت د والي په توګه ټاکل شوی.

همدا راز نوموړي زیاته کړې چې د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ مخکنی ولسوال حاجی محمد صادق انقلابي، د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه، او د کندهار ولایت مخکنی د والي مرستیال مولوي حیات الله مبارک؛ د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه په دنده ګومارل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

په خبر کې دا نه ده په ډاګه شوې چې پخوانی سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد به لدې وروسته کومه دنده پر مخ وړي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx