افغانستانخبرونهنړۍ

په تېره اداره کې د صفر یک قطعې نظامي ډاکټر د اړیکو د کمېسیون له لارې خپل هېواد ته راستون شوی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳ل): له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د تېرې ادارې د صفر یک قطعې نظامي ډاکټر “ارشاد صافی” د تماس کمېسیون له لارې له امریکا څخه خپل هېواد ته راستون شو.

یاد کمېسیون ویلي چې له دې یوه ورځ وړاندې په تېره اداره کې د مالیې وزارت معین، په مرکزي بانک کې د پولي پالیسۍ جوړوونکی او د پوهنتون استاد “سید مبین شاه” د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې، له امریکا څخه خپل هېواد ته راستون شوی.

همدا راز یاد کمیسیون په بهر کې پر افغان شخصیتونو غږ کړی چې افغانستان د افغانانو ګډ کور دی، هر څوک کولی شي چې د اړیکو د کمېسیون له لارې خپل هېواد ته راستون شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx