افغانستانخبرونه

له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزارت وایي چې یوه ورځ وړاندې د پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۳۵۰ کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

ددې وزارت په وینا، یادې کورنۍ د تورخم له لارې ۶۵، د قندهار د سپین بولدک له لارې ۶۶، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۳ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۴۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت مسوولین وایي چې راستانه شوو ۴۳۶ کسانو ته وړیا سیمکارتونه ویشل شوي او همدا راز یادې کورنۍ د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx