افغانستانخبرونه

د دوحې د راتلونکي درېیمې غونډې په اړه د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ناسته کړې

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳ل): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد وایي ددې وزارت د درېیم سیاسي ریاست د رییس ذاکر جلالي په مشرۍ د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت د “دوحې ۳مه؛ له نړیوالې ټولنې سره د اسلامي امارت د تعامل څرنګوالي” تر سرلیک لاندې ناسته جوړه شوه.

نوموړي ویلي چې په دې ناسته کې د درېیم سیاسي دفتر مشر د دوحې په تېرو دوه ناستو هر اړخیز بحث کړی او ویلي یې دي چې د دوحې په دویمه غونډه کې امارت ته د شرایطو د نه پوره کېدو له امله د مشرتابه لخوا د نه ګډون پرېکړه وشوه او سمبولیک ګډون بې ګټې وبلل شو.

ذاکر جلالي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د تعامل په برخه کې لیواله دي، خو ویلي یې دي چې دا تعامل د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ، ديني او ملي ارزښتونو او د وطن او نظام د حیثیت په بیه نه غواړي.

همدا راز نوموړي د دوحې ۳مې غونډې د اجنډا په اړه ویلي چې دا ځل به د بحث اساسي محورونه “په مالي او بانکي وضعیت، مخدره توکو پرخلاف مبارزه او کروندګرو ته بدیل معیشت، دخصوصي سکتور وده او اقلیمي بدلون اړوند مسایل تشکیلوي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

اسلامي امارت بايد په هيڅ ډول د نړۍ والو د افغانستان او افغانانو ضد فرمايشونو ته غاړه کينږدى. د اشغال ګرو لاس پوڅو ته په هيڅ صورت په حکومت کې ځاى ورنکړي شي. د افغانستان په خپلواکي بايد معامله ونشي. د دوه اړخیز احترام په بنسټ د نړۍ سره ديپلوماتيکې اړيکې ټينګې شي. مننه

خوګياڼي

د يو افغان په حثیت خپله انساني، اسلامي او افغاني فرض ګڼم چې د د اسلامي امارت مشر تابه او لوړپوړو چارواکو ته خپل دریځ روښانه کړم، هغه دا چې سرپرسته حکومت په حقوقي حکومت تبدیل کړي، اساسي قانون د شرعي په رڼا کې تصویب کړي او د لوئ جرګې په راغوښتلو اسلامي امارت خپل مشروعیت تر لاسه کړي. بل د اناثو تعليم او کار مسئله ژر تر ژره حل کړي. بل د ڼرئ والو ضد ونقيض تبصرو ته متوجه اوسى. همدارنګه خپل بطرفى غوره کړي. که دغه کارونه ترسره شي نو انشاالله ټول افغان مسلمان ولس به اسلامي امارت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx