خبرونهنړۍ

د حماس نظامي څانګې په تازه بریدونو کې درې اسرایېلي پوځیان وژلي دي

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳ل): د غزې په رفح ښار کې د حماس ډلې نظامي څانګې کتائب القسام ویلي چې تازه یې د چریکي بریدونو په پایله کې درې اسرایېلي عسکر وژلي او څو نور یې ټپیان کړي.

د کتائب القسام ویاند ابو عبیده څلور ورځې وړاندې هم په جبالیا سیمه کې د اسرایېلي عسکرو د وژلو، ټپي کولو او نیولو خبر ورکړی و.

د حماس ډلې نظامي څانګه کتائب القسام خپل بریدونه وروسته له هغې زیات کړي چې اسرایېلي پوځیانو ټانګونه د رفحې ښار مرکزي برخي ته ننوتلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx