افغانستانخبرونه

مسوولینو په اسلام کلا بندر کې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي ۱۰مه، ۱۴۰۳ل): د هرات په اسلام کلا بندر کې د ګمرکونو د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی دی.

د یادې قطعې مسوولین وایي چې نیول شوي کس غوښتل چې له دې لارې ایران ته ۳۴ زره ۵۰۰ امریکایي ډالر قاچاق کړي.

د ګمرکي مسوولینو په وینا، نیول شوی کس د لا زیاتو پلټنو په موخه د اسلام کلا بندر د استخباراتو مدیریت ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په له دې یوه نیمه اونۍ وړاندې هم یادو مسوولینو په اسلام کلا بندر کې یو تن له ۳۲ زره ۵۰۰ یورو سره د قاچاق په تور نیولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx