افغانستانخبرونه

په ننګرهار کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله ۲۰ تنه مړه شوي دي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست وایي، چې ددې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د یوې کښتۍ ۲۰ تنه سپرلۍ ډوبه شوې ده.

یاد ریاست ویلي، چې دا پېښه د مومندرې ولسوالۍ په “بسل” سيمه کې رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو چې یوازې ۵ تنه یې له اوبو څخه ژوندي وتلي دي.

ځایي چارواکو د پېنځو جسدونو د موندلو خبر ورکړی او وايي چې د پاتې نورو جسدونو لټون روان دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م. ا

صرف مړي شمارى، ولې پېښه رامنځته شوه، ولې له مخکې تدابير نه ول نيول شوي. د کښتۍ لپاره څه قانون لرى? سوارى لپاره قانون لرى?.. چا چې قوانين ندي جوړ کړي، ده دې 20 مسلمانانو قاتل دى، او باید د قتل په تور مجازات شي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx