خبرونهنړۍ

بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې د امریکا وسلې وکاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې د روسیې پر وړاندې په محدودو بریدونو کې د امریکا وسلې وکاروي.

سي اېن اېن راپور ورکړی چې متحده ایالاتو دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې روسي ځواکونو د اوکراین خارکیف ښار ته څېرمه خپل بریدونه زیات کړي دي.

د متحده ایالاتو د یادې پرېکړې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یوه ورځ وړاندې ویلي چې بایډن دا پرېکړه د اوکراین له غوښتنې سره سم کړې ده.

بلخوا سویډن له اوکراين سره د څه باندې يو ميليارد ډ‌الرو په ارزښت د وسلو د مرستې اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx