افغانستانخبرونه

له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱۸۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزارت وایي چې یوه ورځ وړاندې له ایران او پاکستان څخه شاوخوا ۱۸۵ کورنۍ په خپله خوښه او جبري توګه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

ددې وزارت په وینا، د تورخم له لارې ۸۶، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۲۵ او د اسلام کلا له لارې ۷۰ کورنۍ خپل هېواد ته راګرځېدلې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې راستنې شوې کورنۍ د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx