افغانستان

په بهرنیو چارو وزارت کې ځينې کسان بې ازموینې جذبېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د هېواد بهرنیو چارو وزارت له لوري د ۵۰ بستونو لپاره د ازموینې ورځ وه.

د یاد پنځوسو بستونو لپاره ۱۳۳۰کسانو ګډون کړی و، چې درې سوه يې مېرمنې وي.
ویل کېږي چې په دې ازموینه کې د اقتصاد، ژورنالیزم، حقوقو او ادبیاتو لسانسه، ماسټر او دوکتورینو هم ګډون کړی و.
په دغه ازموینه کې چې ګډونوالو رڼه نه بلله، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عتیق الله عاطفمل هم ومنله چې دې وزارت ځینې کسان بې ازموینې ننوتي دي او پر لوړو پوستونو کار کوي.

د ازموینې یو تن ګډونوال چې دوه ځلې يې وړاندې هم ازموینه ورکړې وه رسنیو ته وویل چې بې واسطې خلک هسې خپل وخت ضایع کوي، چې دلته ازموینه ورکوي
د هغه په خبره دغه ازموینه یواځې د خلکوپه سترګو کې د خاورو د ور شیندلو په معنی ده. کنه نور نو ټولو بستونو ته مخکې له مخکې خلک معرفي شوي دي.

یاده دې وي چې د هېواد په سطحه زرګونه لسانسه، ماسټر او آن دوکتورا درلودونکي ځوانان پر دې خاطر بې کاره ګرځي چې په دولتي ادارو کې واسطه نه لري.

د افغان دولت لوړ رتبه مسوولین هم مني چې د هېواد په سطحه په هره برخه کې ادارې فساد اوج ته رسېدلی دی، څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت د ملي امنیت پخواني مشر د نوي هغه د معرفي په ناسته کې وویل چې دوی په هلمند کې د یوې وروسته پاتې ولسوالي لپاره یو ولسوال په شل زره ډالره مقرر کړ.

په پرونۍ ازموینه کې هم ګډونوالو هیله کوله چې پروسه شفافه واوسي، خو ډېريو يې دواسطو او پیسو د نه لرلو له امله په ازموینه کې ګډون هم زړه نازړه کړی و.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاډ ورکړ چې دوی به استعداد او اهلیت ته لومړيتوب ورکوي، خو د نوموړي پخوانیو خبرو چې ګواکې په وزارت کې اوس هم داسې مامورین شته چې بې ازموینې مقرر دي، ګډونوال ناهيلي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx