افغانستانخبرونه

کندهار ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د کندهار امنیه قومندانۍ وایي چې تېره ورځ د هرات ته پر لویه لار میوند ولسوالۍ سیمه کې د ټېلر او زرنج د ټکر کیدلو له امله دوه تنه مړه شوي او ۱۹ تنه نور سخت ټپیان دي.

په ورته مهال د بلخ ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله پېنځه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله ګڼ شمېر وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ترافیکي مسوولین وایي، یادې پېښې د موټر چلوونکي د سرعت او ترافیکي اصولو د نه مراعتولو له امله رامنځته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx