افغانستانخبرونه

امنیتي مسوولینو دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي

 

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې د جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه ماشومان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړي او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلې دي.

نوموړي په ایکس پاڼه ویلي چې یاد تښتول شوي ماشومان دوه ورځې وړاندې د کابل ښار کارته سخي سیمې څخه نادرکه شوي وو چې د ویښ امنیتي مسوولینو لخوا پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د امنیتي مسوولینو لخوا ددې قضیې په تړاو یو انسان تښتوونکی نیول شوی او د نورو د نیولو جدي هڅې روانې دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx