نظــر

شخصي کاروبار په کومه انګېزه؟!

وفی الله سحر
خبره داسې شوه چې زموږ ټولګي ته یو دولتي مامور، محصلینو ته د عملي ورکشاپ ورکولو په منظور راغلی و. محصلینو ته له لکچر ورکولو وروسته يې د یوه محصل د دې پوښتنې په ځواب کې چې مدیر صاحب معاش دې څومره دی؟ وویل چې که غواړئ پرمختګ وکړئ؛ نو په دنده څه نه ده جوړه، شخصي کار وکړئ.
دا پورته خبره ډېر غت عمق لري. دا خبره ما څو څو ځله اورېدلې؛ خو په هیواد کې له وروستي تحول وروسته مې بیا بخي ډېره تر غوږو شوې. دلته به زه د دې شعار دوه اړخونه لږ واضح کړم، چې دواړه مختلفې انګېزې لري.
شخصي کاروبار، یا په بله اصطلاح شخصي تجارت یو مشروع عمل دی، چې د مشروعیت لپاره يې ډېر دلایل شتون لري. د تجارت مخینه هم خورا مخکنیو زمانو ته رسېږي. آن له مېلاد څخه کلونه وړاندې د بابل د شپږم پاچا حمورابي د وخت ځينې قوانین، په دې زمانه کې د تجارت شتون تضمینوي. که لږ خبره اوږده کړو؛ نو د تجارت د تعریف له مخې، تجارت له شخصي کاروبار سره څه ناڅه توپير لري. هغه په دې معنی چې د ابن خلدون له نظره، تجارت د اخیستلو او خرڅولو له لارې شتمني ته وده ورکول دي. یا یو بل ځای راځي چې، د منقولو اموالو( هغه اموال چې د انتقال وړ وي) په دایمي توګه خرڅول او اخیستل چې د ګټې په نیت وي او د شغل و پېشې شکل ولري، د تجارت په نامه یادېږي.
که پورته تعریفونو ته فکر وکړو؛ نو ډېری داسې کړنې شته چې دایمې هم وي او په اساس يې شتمني هم وده کوي؛ خو تجارت نه بلل کېږي. لکه د ډاکتر شخصي کلینیک، د مدافع وکیل خدمتونه او داسې نور… چې په اصل کې یو شخصي کاروبار دی.
په هر حال، شخصي کاروبار یا تجارت له دیني اړخه د خپل مشروعیت لپاره له ځان سره ګڼ دیني دلایل لري، چې هم د انساني ژوند د هوساینې سبب ګرځي او هم که د نیت تزکیه ورسره وي، د اُخروي اجر سبب کېږي.
د افغانستان اوسني( له اقتصادي لحاظه خراب) وضعیت ته په کتو، تجارت ډېر مهم دی. ځکه د اسلامي تمدن د پرمختګ په عواملو کې یو هم تجارت دی چې د ټولنې د بهبود لپاره اغېزمن تمامېدلای شي.
اوس به راشو د پورتني شعار دوهم اړه ته، چې نن سبا زموږ او تاسې په ټولنه کې ډېر تر سترګو کېږي. دا اړخ یو څه ژوروالی لري چې ډېر تفصیل ته اړتیا لري.
په اوس وخت کې د شخصي کاروبار شعار د زیاتوالې ګڼ دلیلونه دي؛ خو زه چې ورته متوجه شوی یم، یو يې داسې دی چې د ټولنې او نظام په زیان دی. دا جمله شاید په ډېرو لوستونکو ښه ونه لګېږي؛ مګر زه سپارښتنه کوم چې د مطلب د وروستۍ جملې تر لوستلو دې راسره پاتې شي.
دا دلیل داسې دی چې په اوس وخت کې زموږ ټولنه د غرب د هغې مفکورې چې ( ټولنه په مادیاتو ولاړه ده)، سخت تر اغېز لاندې راغلې. په دې معنی چې نن ورځ موږ له معنویاتو ډېر، مادیاتو ته پام کوو او د خپلو معنوي ارزښتونو پالنه مو دومره کمزورې شوي، چې حتی د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده.
د اسلامي امارت په حاکمېدو سره تر یوه حده د ملت په فکري رغونه کې یوه اندازه تغیر راغلی؛ خو نن سبا چې زه ګورم د امارت ډېری منسوبین هم په یاد مشکل اخته دي. ما له ډېری مجاهدینو اورېدلي چې شخصي کاروبار تر وظیفي غوره دی. دا جمله په ظهري لحاظ ښه منطق لري. واقعاً چې شخصي کاروبار یا تجارت د سرمايې د پرمختګ سبب ګرځي؛ خو په پراخه کچه دې شعار ته کار کول، په اصل کې پر مادیت باندې ولاړې مفکورې ته کار کول دي.
اوس وخت د اسلامي امارت حکومتي نظام د تکامل او په داسې حالت کې دی، چې د ټولې نړۍ کفار يې په وړاندې د دسیسو جوړولو موقع ته انتظار باسي او یا هم دسیسې ورته جوړوي. له بلې خوا په هیواد د تېرو څو لسیزو فکري و فزیکي جګړو د افغانانو په منځ کې پراخ ایډیالوژيک اختلافات رامنځته کړي. نو په داسې یو حالت کې له دولتي دندې پناه اخیستل او شخصي کاروبار ته مخه کول، نړیوالو مخالفینو ته د اسلامي امارت یوازې پرېښودلو په معنی دي.
نو موږ افغانان په خاصه توګه هغه مجاهدین چې تېرو دوه لسیزو کې يې د افغانستان د ژغورنې لپاره پراخې قربانۍ ورکړي، خپل د څنګ نازولي ملګري يې له لاسه ورکړي او پراخ تکلیفونه يې ګاللي؛ باید په هیڅ صورت شخصي ګټو ته پر عامه ګټو لومړیتوب ورنه کړي. که چېرته دوی داسې کوي، دا په ښکاره توګه له خپلې داعيې او د هیواد له راتلونکې سره ستر ظلم او بې وفايي ده.
نو موږ باید د دې نظام ساتنې، په دې نظام کې خدمت کولو او د خپل هیواد د راتلونکې لپاره خدمت وکړو؛ نه شخصي کاروبار. ځکه موږ ته یوه ډېره لویه داعیه را په غاړه ده او دا داعیه پالل غواړي.
والسلام.
۱۴۰۳/۳/ ۱۳ هـ .ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صديق الله حبيبي

د تاسو له تبصرې او ليکنې څخه نړۍ مننه کوم په رښتیا هم چې موږ باید د خپلې داعيې د پاللو او دې وطن ته د ښه خدمت کولو په اړه له را سپارل شویو دندو څخه صادقانه ګټه واخلو چې الله تعالی مو وطن جوړ، ښيرازه او د وطن آینده روښانه کړي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx