نظــر

دفاع پر اقدام وړاندې وي !

جبريل سعد
د فقهې شريفې يو جامع او هراړخيز ستر اصل دا دی چې د زيان او ضرر مخنيوی پر گټې او لاسته راوړنې لومړيتوب لري او بايد ويې لري. دا يو داسې اصل دی چې په انفرادي او ټولنيز ژوند كې د لومړيتوبونو يو خورا اغېزمن او پر واقعيت ولاړ اجمال او لنډيز را په گوته كوي او زياتر زموږ د چارو تنظيم طبيعي او آن په لا شعورۍ كې لا هم له دې اصل سره برابر او د هغه پر غوښتنه روان وي او بيا ډېری هغه گټې، موخې او لاسته راوړنې هم د دفاع او مخنيوي په دغه لومړي گام كې ترلاسه كړو چې د اقدام په جلا او يا هم دوهم گام اخيستلو سره به مو ترلاسه كولې او بايد ترلاسه شي. د بېلگې په ډول: په وروستيو څلورنيمو لسيزو كې مو ټول پام د پرديو تپليو جگړو او د هغو راوړيو بدمرغيو مخنيوي ته و، نو ځكه لا اوس هم وايو او بيا به مو هم تاريخ وايي چې دومره اوږده موده همدې جگړو او بدمرغيو موږ پرمختگ او پر ځان بسياينې ته پرې نښودو. دا مانا چې د زيانونو او ضررونو د مخنيوي په دفاعي حالت كې و او همدې له پرمختگ او پر ځان بسياينې مصروف ساتلي او لا مو دغه دفاعي حالت د شاتگ لامل هم گرځېدلی و. خو چې د دفاع د لومړي گام په توگه مو د زيان او ضرر د مخنيوي دغه لومړيتوب لكه چې وپېژاند هغسې مو خپل ځای هم ور كړ؛ دا دی اوس هغه اسلامي نظام او وركې نغښتې ازادي، خپلواكي، يووالی، پر اسلامي نظام يو موټي را ټولېدل، أمنيت، اقتصاد، رغونه، له سيمې او نړۍ سره پر متقابل درنښت ولاړې اړيكې، خوښي او خوشالي او بلا هغه لاسته راوړنې، پراختياوې او اړوند احساسات، ارمانونه او هيلې بشپړتيا ته رسېږي چې د لاسته راوړلو لپاره به مو يې جلا اقدامي گام أخيست.
همداسې د يادې مودې په وروستۍ شېبه او د فتحې په زمزمو او ولولو كې په مكرر ډول عامې عفوې هم د زماني او مكاني مقطع په پام كې نيولو سره د شريعت پر غوښتنه د حتمي زيانونو او ضررونو د مخنيوي په پار وې چې ټول افغانان يې په بې ساري ډول پر گډه را روانو پر مختگونو، لاسته راوړنو، هيلو او ارمانونو او هغه څه ته مخامخ ودرول چې اوس يې په خرپ او ترپ كې هلې ځلې روانې دي، د تېرې اوږدې مودې جهادي هلوځلو ښمر بشپړ وركې پروت دی او له دې پرته يې بل هيڅ داسې څه پرې نښودل چې مخ يې ترې واړوي، پرې مصروف يې كړي او يا يې افغانان پر کولو غور وکړي. په لنډ او څرگند ډول به ووايو چې د أميرالمؤمنين حفظه الله لخوا هماغه عفوه د څلورنيمې لسيزې جگړو او بدمرغيو د دوام د مخنيوي لپاره دفاعي گام و چې درلودلی لومړيتوب يې پر ځای وساتل شو او دا دی د جلا اقدامي او يا هم دوهم گام هرڅه يې هم له ځان سره لرل چې ټول يې عيني شاهدان يو. زما موخه دا ده چې اوس هم د زيانونو او ضررونو پر وړاندې دفاعي حالتونه او د مخنيوي لومړيتوبونه يې لرو چې بايد خپل ځای ور كړل شي او پرې سربېره يې د يادو دوو بېلگو پر استناد هغه لاسته راوړنې هم د همدې دفاع او مخنيوي له لارې ولرو چې جلا يې اقدامي گام أخيستل كېږي، تكراري ځواك او بيه غواړي، د دفاع او مخنيوي دغه لومړيتوب اغېزمنوي او موږ بيا اړ يو چې له نورو لاسته راوړنو پرته يوازې دفاع او مخنيوي ته هغسې او هومره پاملرنه وكړو چې يادو لاسته راوړنو او پرمختگونو ته مو نه وه كړې.
دا ځكه چې له عامې دفاع او مخنيوي سربېره اوس له يادو پرمختگونو او لاسته راوړنو او له دوامه يې هم ځانگړې دفاع ته اړتيا ده او كه دفاع او مخنيوي ته د خپل لومړيتوب ځای په وركولو سره موږ دغه لاسته راوړنې او پرمختگونه د دفاع د لومړي گام له لارې درلودلي وای، د عامې دفاع په ضمن كې دا ځانگړې دفاع هم راتله چې هم به لاسته راوړنه او پرمختگ و او هم به يې عامې دفاع ورته د زيان او ضرر رسېدو مخنيوی كولای. د ليكنې د لنډون او ځينې ورته ټكو په پار به د دې پر يوازې يوه بېلگه بسنه ښه وي او هغه دا چې: د ولس هر قشر، سيمه او نړۍ شاهده ده چې له فتحې وړاندې مو خورا د پام وړ جهادي، سياسي او فرهنگي لاسته راوړنې درلودې، ورپسې يې د لومړنۍ پايلې په توگه فتحه او اړوندې د پيل شېبې جلا لاسته راوړنې او پرمختگونه و او بيا ترې راوروسته تر اوسه او لا هم روان بلا پرمختگونه او هلې ځلې يې هر يو په خپل ځان كې يوه ستره لاسته راوړنه او پرمختگ يا لږ تر لږه گڼ زېري يې له ځان سره لري او له فتحې وړاندې راهيسې هر وخت دښمن چې څومره يې زړه كړی دی؛ هغومره پرې اعتراف كوي. خو له دې ورهاخوا هرڅه هم ردوي، هم پرې سترگې او پرده اچوي او هم يې ناسم او سرچپه تبليغوي او پروپاگندونه كوي چې د ياد اعتراف تر گټې يې دا څو برابره زيان او ضرر لري او بايد د مخنيوي لپاره يې تبليغاتي او رسنيز پوښښ په شكل هماغه له فتحې وړاندې او د هغې په درشل خوځنده، اغېزمن او كارنده رسنيز دريځ ونيول شي چې له هغې را وروسته تر دا مهال پورې د دفاعي دريځ په توگه لومړيتوب هم دی او په روانو هلو ځلو كې رغنده رول هم لرلی شي.
همداسې په ډېرو نورو برخو كې او له بېلابېلو اړخونو د زيانونو او ضررونو پر وړاندې دفاعي حالتونه شته چې بايد د ياد فقهي اصل پر بنسټ او هم د برياليتوب او پرمختگ د لنډې لارې په توگه په پام كې نيولو سره خپل ځای وركړل شي. له دې څخه يو چې ډېر مهم او د ولس او نظام دواړو لپاره له ننگونو ډك دی؛ اشغال، ديموكراسي او د غربي ستراتېژيو او څيرو د رواج كړي مهر او ولور د زيانونو او ضررونو مخنيوی دی. د مېرمنو مهر چې د هغوی د ميراث په څېر يوه تر ټولو مهمه موضوع ده؛ ښايي ځكه ورته ډېره پاملرنه نه وي شوې چې د ميراث مسئلې يې يو نړيوال حيثيت خپل كړی، خو مهر بيا هماغو نړيوالو همدلته زموږ په ټولنه كې هغسې رواج كړی چې د ولس او نظام بېلابېل مذهبي، فكري، فرهنگي، اقتصادي، امنيتي، جنايي او… اړخونه وننگوي او د فساد او ركود له گواښ سره يې مخ كړي. اوس په افغاني ټولنه كې مهر او ولور يو ناسور جوړ شوی او د يادو اړخونو اړوند يې ولس، نظام او گڼې هلې ځلې په دفاعي حالت كې راوستلې دي چې د مخنيوي لومړيتوب ته يې بايد جدي پاملرنه وشي او بيا يې بېلابېلو برخو كې د هغو گڼو لاسته راوړنو او پرمختگونو په تمه د پايلو تلوسه وساتله شي چې د جلا اقدامي گام اخيستلو په ډېرو هڅو كې يې هم لا تراوسه په ترلاسه كولو نه يو توانېدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx