ټولنیزه برخه

له خوب نه تر عمله!

عبیدالله علم

څو شپې مخکې مې خوب ولیده چې له یو مجلس نه راستون شوی یم چې په ياد مجلس کي خلک د فرمانونو له نه عملي کیدو څخه ناراضه شوي وه، د مجلس شکایتونه مې خپل مرحوم قبله ګاه سره شریک کړل او هغه راته وویل چې دا شکايتونه مشر ته ورسوه. ما خپل قبله ګاه صاحب ته په ځواب کې وویل چې د مشر لیدل ناممکنه ده، هغه را غبرګه کړه چې زه درسره ځم. دواړه د قندهار په لور روان شو. هلته چې مسؤلین خبر شول، زما مجاهد پلار ته راغلل هر یوه په ډیر درنښت سره زمونږ ښه راغلاست وکړ او وروسته مې پلار يو مجاهد چې غالبآ د غزني لهجه یې درلوده، ورته وویل چې مشر ملا صاحب سره د لیدلو وخت واخلي تر څو مونږ ورسره ستونزې شريکې کړو. له څو دقیقو وروسته راشي او ووایي چې اول بدري صاحب چې د مشر معاون دی وويني ولې که اړتيا وه بيا به مشر وګوري.

یو کوچنۍ کوټې ته مو بوځي هلته یو ځوان پروت او زما د مرحوم پلار په لیدو راپورته او مخې ته راشي، بیا مې قبله ګاه صاحب زما طرف ته اشاره وکړي چې د خلکو شکایتونه بند په بند ورته بيان کړه. کله چې زه ورته شروع شم وایي زه ځم مشر وغوښتم تاسې مې پلار ته ټول حال ووایاست، هغه سپين ږیری وي، زما د خبرو په جریان کې ویده شي، ځان سره فکر وکړم چې دا فرمانونه خو صادر شوي، راځه  داسې یو کار وکړه چې بیا د شکایتونو موقع خلکو ته برابره نشي. وایم راځه له ځان څخه یې شروع کړم. دې خوب درې ورځې سخت وزورولم.

د قران الکریم سورة النساء تفسیر مې په سترګو کې تاویده. ځان سره مې وعده وکړه چې له خپل ورونو سره به د خویندو او لورګانو حق د قران شریف د امر مطابق د ورکولو مجلس وکړم. ټوله ورځ مې د یو ورور چې لیږ زما د خبر سره هر وخت دلیل وایي د قناعت ورکولو سوچونه کول.

خبره لنډه وم،

تیره شپه مې ټول ورونه سره له کورنيو ميلمانه کړل. یو ورور مې صفی الله جان چې دیني زده کړي هم کړي دي، څه مشوره مې ورسره وکړه. د خیر سړی دی نیک نظر یې راکړ. خو د خوب خبره مې په زړه کې ساتلی وه.

تیره شپه ټول راغلل، زمونږ د کورنۍ نظام نیمه عسکري دی، زه لندن کې د ورونو او د کور مشر یم زما نه کشران هر يو حاجي عنایت الله جان او حاجي عتیق الله جان چې خپلو کې ډیر نژدي هم دي او ښه مجلس ګرم ساتي مګر د معمول خلاف ورور مې عنایت الله جان ډیر نیولی ښکاریده. زړه نا زړه مې د خویندو او لورګانو د حقوق په اړه خبرې شروع کړی. تقریبا لس دقیقې مې خبرې وکړې.

د عنایت الله جان چوپتیا حیران کړم. زما نه روسته عنایت الله جان خبرې شروع کړې او مخ یې عتیق الله جان ته واړوه او وویلي خدای ج ته وګورئ پرون مې یو عالم نه وپوښتل چې د ښځو حقوق څنګه دي؟ عالم وویل چې مړه غوا په قربانۍ کې مه شمیرې او د سوخت نه ډک مثالونه يې ورکړل، بیا یې ماته مخ راواړوه چې ښه وایي زه سل په سله درسره موافق یم. بیا عتیق الله جان چون منطقه کې اوسیدلی او یو ولسي او قومي فکر لري، بعضې معقول ملاحظات یې درلودل

مګر ټولو په شریکه دا فیصله وکړه چې د خپل خویندو او لورګانو حقوق ورته د قرانکریم د فیصلې مطابق ورکاوو. هر رسم او رواج ته لبیک نه وايوو.

د امیر الموءمنین د صادر شوي فرمان تطبیق د یو شانداره غونډې په ترتیب چې مشران به هم پکې شتون ولري، اعلان او عملي شي.

عبیدالله علم، لندن

۲/۶/۲۰۲۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx