ټولنیزه برخه

په برزخي ژوند کې د مسلمان، کافر او منافق حالات

حمزه حسیني

الله تعالی انسانان او پيريان د خپل عبادت لپاره پيدا کړي دي، بيا يې د دوی د سالمې رهبرۍ لپاره انبيا‌‎ء کرام صلوات الله عليهم اجمعين رالېږلي دي، تر څو په مستقيمه لاره رهي شي، خو دا چې شيطان د انسانانو ښکاره دښمن دی کله کله يې له نېغې لارې کږوي او د الله تعالی نافرمانۍ ته يې هڅوي، دا چې دنيا فاني ده او مونږ ټول به يو وخت له دې نړۍ سترګې پټوو، دا چې له ژوند وروسته مرګ دی او له مرګ وروسته به څه وي؟ په دې اړه لاندې څو کرښې ستاسو حضور ته وړاندې کوم، تر څو د راتلونکي ژوند لپاره هم تياری وکړو.

د روح له وتلو وروسته مرګ نشته بلکې یوه همېشنۍ زندګي پيليږي، چې پیل يې له برزخ څخه او تماموالی يې د قيامت په قائمېدلو سره راځي، تر دې وروسته يا جنت ته او يا هم جهنم ته تلل دي، د برزخ ژوند قبر دی، دغه قبر به يا د جنت له باغيچو څخه يوه باغيچه وي او يا به د اور د کندو څخه يوه کنده وي، خو خلک پکې په دريو حالتونو کې قرار لري.

لومړی حالت:
د پرهېزګاره مؤمن حالت، دوه ملائکې به ورته راشي، را جګ به يې کړي او پوښتنې به ترې پيل کړي، رب جل جلاله دې څوک دی؟ دين دې څه دی؟ او نبي دې څوک دی؟ پرهېزګار مؤمن به په ځواب کې ورته ووايي، الله تعالی مې رب دی، اسلام مې دين دی او نبي مې محمد صلی الله عليه وسلم دی.

تر دې وروسته به د اور دروازه ورته راخلاصه شي بيا به ورته وويل شي، که چېرته دې له اسلام څخه انکار کړی وای نو دغه به دې ځای و، تر دې وروسته به دغه دروازه بنده کړی شي او بيا ځلې به هيڅکله خلاصه نشي، بيا به د جنت دروازه ورته خلاصه کړی شي، د جنت له لوري به خوشبويي ورته راشي او خپل استوګنځی به پکې وويني، دغه پرهېزګاره مؤمن به وايي، ای ربه! قيامت راوله، ای ربه! قيامت راوله، بيا به په قبر کې د الله تعالی په نعمتونو سر شي د قيامت د ورځې پورې به په همدغو نعمتونو کې وي او بيا به هغه جنت ته داخل شي چې رب العلمين د پرهېزګاره مؤمن لپاره تيار کړی دی.

دويم حالت:
د کافر او منافق حالت، دوی ته به هم تر مړينې وروسته دوه ملکې راشي را جګ به يې کړي، ورته وبه ويل شي، رب دې څوک دی؟ دين دې څه دی؟ او دا سړی څوک دی چې تاسې ته در لېږل شوی و؟ نو کافر او منافق به ورته وايي، هاه هاه زه نه يم خبر، د ملائکو له لوري به ورته وويل شي، نه په حق باندې خبر يې او نه دې هم د نجات غوښتونکو پيروي کړې، بیا به دغه کافر يا منافق پر سر باندې په ګرز/څټک ووهل شي، نو دی به داسې يوه هيبتناکه چيغه وکړي چې له انسانانو او پيريانو پرته به يې ټول مخلوق واوري، تر دې وروسته به د جنت دروازه ورته خلاصه کړی شي او ورته وبه ويل شي، که دې ايمان را وړی وای دا به دې ځای و، دا دروازه به يې پر مخ د همېشه لپاره وتړل شي، بيا به د اور دروازه ورته را خلاصه کړی شي، له هغه لوري به بد بوی او بد بو دراه هوا ورته راشي، نو دغه کافر يا منافق به وايي ای ربه! قيامت مه راوله، ای ربه! قيامت مه راوله.

درېیم حالت:
ګناهکار مؤمن، دا هغه مؤمنان دي چې لوی ګناهونه تر شوي دي، دوی بيا مختلف دي، ځينې يې هغه دي چې پر خپلو ځانونو يې اسراف کړی وي (د لويو ګناهونو کچه يې لوړه وي) او ځينې يې بيا هغه دي چې لوی ګناهونه يې کړي وي خو اسراف کوونکي نه وي، دوی د الله تعالی تر مشيت او خوښې پورې اړه لري، نو که د الله تعالی خوښه شوه بښنه به ورته وکړي او که يې خوښه شوه عذاب به ورکړي، خو له دوی څخه به ځينو ته الله تعالی د دوی د ګناهونو په اندازه لږه زمانه په قبر (برزخي ژوند) کې عذاب ورکړي، بيا په قبر او په آخرت کې دوی همېشه په نعمتونو کې وي او ځينو نورو ته به بيا د قبر عذاب دومره طولاني شي چې قيامت راشي، د قيامت تر ورځې وروسته به اور ته داخل کړی شي تر څو پاتې عذاب په جهنم کې پوره کړي او تر دې وروسته به جنت ته داخل کړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx