افغانستانخبرونهروغتیا

په شهید سردار محمد داوُد خان روغتون کې په لومړي ځل د زړه عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د ملي دفاع وزارت د روغتیایي چارو قوماندانۍ اړوند د شهید سردار محمد داوُد خان روغتون کې په لومړي ځل د زړه د درملنې الندي پروسیجرونو عملیات د متخصصو ډاکټرانو په هڅو په بریالیتوب سره ترسره کړي دي.

یاد عملیات له بلجیم څخه راغلي افغان متخصص ډاکټر محمد اسحق، ډاکټر حبیب الرحمن مسعود، ډاکټر نبي ګل او یو شمېر نورو متخصصینو او ۵۱ کسیزه حمایوي ټیم په ګډون ترسره شوي دي.

د صحي قومندانۍ عمومي قومندان ډاکټر محمد طاهر احرار نن ټکی اسیا ته ویلي چې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په هڅو او د متخصصو ډاکټرانو په شتون په یاد روغتون کې له دې وروسته هغه ناروغان تداوي کېږي چې د زړه اړوند بېلا بېلې ناروغۍ ولري.

نوموړي ویلي، له دې وروسته په یاد روغتون کې ” یو ماشوم چې پیدایشي زړه سوری وي، د زړه د خلاصیدلو وروسته عملیات، د زړه د بای پاس عملیات، انجیو پالسټي د بندو رګونو د خلاصولو عملیات” ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې یادو ډاکټرانو تر دا مهاله ۳۹ تنه ناروغانو ته د زړه بند والونو عملیات په سټینت سره تر سره کړي دي چې تر دا مهاله د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې ډاکټر محمد اسحق او ډاکټر حبیب الرحمن پرېکړه کړې چې له دې وروسته به د هېواد په داخل کې د هغه ناروغانو درملنه کوي چې د روغتیا په موخه پاکستان، هندستان او شمېر نورو هېوادونو ته درومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی ندیم

دا ستر پرمختګ ده
له تیرو دریو کلونو د ملی دفاع وزارت د روغتیایې ښه فعالیتونو شاهد یم
او دا دافتخار ځای د چي د ملي دفاع وزارت د هیواد ساتنې تر څنګ د هیوادوالو د روغتیا اړوند د عامې روغتیا وزارت په پرتله ډیر کار کړی کوز یې وددان
او په لسګونو نوي کدرونه یې جذب کړي دي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx