پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا پر معروف برید کړی

نن ټکی اسیا(شنبه، وږي ۱، ۱۳۹۳ل): د کندهار دولتي مسوولین وايي چې پرون غرمه مهال د پاکستاني پوځيانو له لوري یو ځل بیا د دې ولایت په معروف ولسوالي برید شوی دی.

د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست مشر دواخان مینه پال وايي چې پاکستاني پوځیانو پرون غرمه مهال د معروف ولسوالي په د اعلی جرغې په سرې شا سیمه کې د خلکو پر کورونو درنې ډزې کړې دي.
د مینه پال په خبره د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې کورونه ویجاړ شوي چې پکې یوه مېرمن او یو ماشوم هم وژل شوي دي.

د مینه پال په وینا د سیمې خلکو يې په وړاندې غبرګون ښوودلی او دوی هم هڅه کوي چې خپل امنیتي ځواکونه سیمې ته ور ولېږي.

د معروف ولسوال توریالی سعادت هم وايي چې پاکستاني پوځیانو پرون له غرمې پیل نږدې تر دوو بجو يې په افغان خاوره درنې ډزې کولې.

د معروف ولسوالي چې له پاکستان سره ۱۵۵ کیلومتره پوله لري د کندهار له مرکزه نږدې ۱۹۰کیلومتره لرې پرته ده.
تر دې وړاندې هم یاده ولسوالي د پاکستاني پوځیانو د څو ځلې برید شاهده وه.
یاده دې وي چې پاکستان د ننګرهار په ګواشتې، د پکتیکا په انګور اډه او د کندهار په معروف کې لسګونه کیلومتره افغان خاوره لاندې کړې ده. چې د سرحدي ځواکونو په نامه افغان قومندانان ورسره جوړ جاړی لري.