افغانستانخبرونه

د هوا پېژندنې ریاست سبا په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل ورکړی

 

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل ورکړی.

یادې ادارې ویلي چې دا بارانونه او سیلابونه به بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، ننګرهار، پکتیا او خوست ولایتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې شدیدو سېلابونو په یو شمېر ولایتونو کې ځایي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx