افغانستانخبرونهنړۍ

د افغانستان زعفرانو د خپل باور له مخې نهم ځل لپاره نړیوال مقام تر لاسه کړی

نن ټکی اسیا (سې شنبه، غبرګولي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د بلجیم د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ په خپله ویب پاڼه ویلي، چې د افغانستان زعفرانو د خپل باور له مخې په نړیواله کچه د نهم ځل لپاره لومړی مقام تر لاسه کړی دی.

یاد د ذایقې انسټیټیوټ ویلي، د هرات زعفرانو د خپل باور او کیفیت له مخې نړۍوال بازار ته لاره موندلې، چې د لابراتوار تر ارزونې وروسته نږدې یوه لسیزه کېږي چې لومړی مقام تر لاسه کوي.

بلخوا د زعفرانو د کارګرو ټولنه وایي چې د تېر کال په پرتله سږ کال بهر هېوادونو ته د زعفرانو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د زعفرانو د یوکیلوګرام بیه شاوخوا ۱۳۰ زره افغانیو ته لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx