نظــر

د بشر حقوقو دفاع؛ په نړۍ کې رواج شوې کاذبه داعیه!

وفی الله سحر
د پوهنتون د کتابتون په ډېټابیس کې مې یوه عنوان سترګې ولګېدې چې لیکلي يې و«مدافعان حقوق بشر». فکر مې وکړ چې ممکن کوم ګټور کتاب به وي، په همدې خاطر مشخص شوې المارۍ ته ورغلم، کتاب مې پيدا کړ. کتاب په حُجم کوچنی، د ملل متحد د بشري حقوقو عالي کمېشنرۍ لخوا لیکل شوی او د محمد اسماعیل حکیمي په نوم یوه کس دري ته ژباړلی و. له ځان سره مې اطاق ته راوړ، څه مې د ورځې او څه مې د شپې مطالعه کړ. خو یوه څه چې زه يې حیران کړم، هغه په نړۍ کې د بشر له حقوقو څخه د دفاع کاذبه داعیه ده چې په یهوادونو کې په ملي او همدارنګه په نړیواله کچه يې ځينې نهادونه ادعا کوي. که څه هم دا کتاب د بشري حقوقو مدافعینو د ملاتړ لپاره موارد له ځان سره لري او د دوی له لورې بشر حقوقو ته د رسېده ګي د څرنګوالي په اړه پکې څه شتون نه لري؛ مګر داسې ډېر موارد پکې شته چې د نړیوالو، په خاصه توګه د بشر حقوقو د دفاع لپاره د ملل متحد داعیه دروغ ثابتوي او د کمزورو هیوادونو، په خاصه توګه د اسلامي هیوادونو د کلتور، فکر، ارزښتونو او غیرت د له منځه وړلو هڅه يې بللای شو.
د یاد کتاب په اساس د بشر حقوقو مدافع هغه چاته ویل کېږي چې په انفرادي شکل او یا له نورو سره په ګډه د بشر حقوقو د ښه والي او ملاتړ لپاره فعالیت ترسره کوي.
د دوی( ملل متحد سازمان د بشر حقوقو عالي کمېشنرۍ) په وینا چې د بشر حقوقو مدافعین د بشر حقوقو مختلفې اندېښنې؛ لکه: پرته له محکمې اعدام، ځورونه، خپل سرې توقیف خانې، جبري اخراج او داسې نور تر پوښښ لاندې نیسي او په اړه يې اقدام کوي. همدارنګه د دوی په نظر د بشر حقوقو مدافعین د انسان د پراخو حقوقو؛ لکه: د ژوند حق، خوراک او څښاک، غوره صحي خدمات، د استوګنې مناسب ځای، زده کړې او د تګ راتګ له آزادي څخه ملاتړ او د بهبود لپاره يې کار کوي، خو دا ټول دروغ دي. په نړۍ کې تېرو څو لسیزو یا که ووایو له کله چې د دوی دا دروغجنه داعیه پيل شوې، له هغه وخت نه تر اوسه پورې ډېری داسې پېښې شويو چې د بشر حقوقو د دفاع رایجه داعیه دروغ او مکر تثبیتوي.
دوی په مختلفو برخو کې خپل فعالیت کوي؛ خو سره له دې چې دوی هر کال په دې برخه کې پراخه پیسې مصرفوي، بیا هم په نړۍ کې ستر ستر ناورینونه رامنځته شوي او هغه هم د داسې چا لخوا چې همدا سازمان يې تر شا ولاړ دی. مثلاً لاندې به یو څو موارد د نمونې په توګه ذکر کړو چې دوی( د بشر حقوقو مدعیان) يې په وړاندې څه ډول اقدام کړی/کوي.
مثلا؛ د انسان د ژوند له حق څخه دفاع، د خوراک او څښاک حق، غوره صحي خدمات، د استوګنې مناسب ځای، زده کړي او ورته نور داسې موارد دي چې دوی يې په تبلیغاتو کې خپل لومړیتوبونه او اهداف ګڼي؛ خو په حقیقت کې دوی دا ټول هسي د یوه شعار تر سرحده محدود کړي او په هغه وخت کې دا غږ پورته کوي او یا تصمیم نیسي چې له دغه سازمان څخه ملاتړ کوونکو هیوادونو یا بډایه هیوادونو ته پکې زیان اوړي. دوی له پورته حقوقو څخه د دفاع شعار کابو هر وخت بدرګه کوي او تل دا وايي چې انسانانو ته باید حقوق ورکړي او له ظلم و زیاتي څخه خوندي وي. خو که موږ وګورو، نو دا یوه بشپړه دروغ خبره ده او هسې د خلکو په سترګو کې خاورې ور اچوي. تر ټولو ښه مثال يې د غزې اوسنی وضعیت یادولای شو، چې هلته حتی د مور په ګېډه کې ماشومان په ډېر وحشت سره له منځه وړل کېږي؛ خو دوی يې په وړاندې نه یوازې دا چې اقدام ونه کړ، بلکې غبرګون هم نه ښيي.
که چېرته غزه او یا د نړۍ نور مظلوم هیوادونه وګورو؛ نو راته څرګنده به شي چې د بشر حقوقو په نوم داعیه یو کاذب شعار او د خلکو د غولولو لپاره داړه مارو هیوادونو ته د برئت ورکولو یوه وسیله ده چې نه يې هم کله د مظلوم له حق څخه دفاع کړي او نه يې هم کله د ظالمانو په وړاندې اقدام کړی. دوی یوازې تبلیغات کوي او په دې توګه د عامو وګړو اذهان مغشوشوي، نور هیڅ ګټه نلري. لنډه دا چې دوی هر هغه وخت کار کوي او یا اقدام کوي، چې د دوی ګټې پکې خوندي وي.
والسلام!
۱۴۰۳/۳/ ۱۴ هـ .ش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

استعماري او امپريالستي هيوادونه پخپله د بشر د حقوقو نقض کونکي او د بشر دښمنان دي. که بشر وژنه د بشر د حقوقو دفاع وى نو بيا په رښتیا دوى د بشر دوستۍ مستحق دي. ځکه انسان وژنه د بشر دوستۍ د عنوان لاندې ترسره کوي. په افغانستان کې، په عراق کې، په سوریه کې، په ليبيا کې، په ويټنام کې کوم جنايت او ډله ايزې وژنې چې کوم استعارى رژيمونو کړي د بشر تاريخ پرې شرميږي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx