نړۍ

۷۵٪ په سلو کي امریکایان دافغانستان دجنګ مخالفت کوي

david_paterous

(نن ټکی اسیا مارچ ۱۶/۲۰۱۱)امریکا:دواشنګټن پوسټ خبري رسني دخبرله مخي ۷۵٪ په سلوکي امریکایان وایی دافغانستان جنګ بی ځایه  دامریکایانو دپیسو ضایعه کول اودبي ځایه وینو تویولو څخه بغیر نوره هیڅ ګټه نه لري.
خبرزیاته وي چه دافغانستان دجنګ له شروع څخه بیا ترنن ورځي پوري واروار په امریکاکي ټول پوښتني شویدي اوپه افغانستان کي دامریکایانو دفوځي مداخلي په اړوند یی له خلګو څخه نظرونه اورایی اخیستي دي.


چه په مختلفو وختونه کي امریکني وګړو دافغان جنګ په اړوند ډول دول نظرونه وراندي کړيدي، په ۲۰۰۹ کال کی هم امریکاکي ټول پوښتنه شویوه اودخلګو څخه دافغانستان دجنګ په اړوند مالومات راټول شوی ول.
خو هغه وخت یواځي ۴۴٪ په سلو کی دافغانستان دجنګ مخالفت کړي وه، او اوس ۲۰۱۱ کال کي چي کومه ټول پوښتنه شویده، له هغي ټول پوښتني سره چي په ۲۰۰۹ کال کي ترسره شوي وه ډیرتوپیر لري، اودمخالفت کونکو کچه ډیره لوړه شویده،
۷۵ په سلوکي امریکایان دافغانستان دجنګ مخالفت کوي.
له بله پلوه په افغانستان کي دامریکایی ځواکونه قومندان تیره ورځ په امریکا کي دسنا مجلس ددفاعي چارووغونډي ته په خپله وینا کی وویل، مونږ پوهیږو دافغانستان دجنګ په اړوند دامریکني ولس کرکه اومخالفت زیات شویدي،
نوموړي زیاته کړه چي امریکني ولس باید د۲۰۰۱ کال صحنه رایاده کړي اوغوردي وګړي چي څه دلیل وه چي امریکا پرافغانستان باندي برید وکړاوځواکونه یی افغانستان ته ولیږل، ډاوید پیټریاس وویل چي مونږباید ځمکني وضعیت اوحالات په نظر کي ونیسو
نومړي زیاته کړه کچیري امریکایان په روانو ناڅرګنده حالاتو کی سیمه خوشي کوي، ددی به دامعنی وي چي مونږبیا القاعده اوطالبانو ته پرامریکاباندي د۲۰۰۱ کال رنګه بریدونو بلنه ورکوو. پیټریاس زیاته کړه زه باور درکوم کچیري په اوسني حالاتوکي مونږله افغانستان څخه پښی سپکي کړي اوسیمه موپریښوده
نو طالبان اوالقاعده په بیرته منظم کیږي اودنړي لپاره به بیا یوغټ کواښ وي
پداسي حال کي چي دامریکا په کانګریس کي هم ۸۰٪ سلو کی دډیموکراټ ګوند غړو دامریکني ولس درایو تاید کړیدي اووایی چی دروان کال تراخیره پوري باید اباما زیات شمیر فوځیان له افغانستان څخه راوباسي.
څیړونکي وایی چي راتلونکي ۲۰۱۲ انتخاباتو کي به په افغا نستان کي دامریکني ځواکونو موجوديت داباما لپاره لویه مسله وي، او افغاني ځواکونوته سیمه سپارل او دهغوي جوګه کیدل چي افغانستان کي امینت ټینګ کړي
او له افغانستان څخه دامریکایی ځواکونو وتل، داټول هغه شیان دي چي په ۲۰۱۲ کال کي به داباما دقسمت په اړوند فیصله کوي.
بخت الرحمن بخت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x