ادبي لیکنيحریت اونیزه

حریت وړیا انګلیسي مرکز؛ میاشتنۍ آزموینه کې وکیل احمد لومړۍ درجه وګټله

د حریت فکري روزنې تر چتر لاندې د حریت وړیا انګلیسي مرکز د دویم پړاو زده کوونکو د میاشتنۍ ازموینې په پایلو کې وکیل احمد د عبدالاحمد زوی لومړی مقام خپل کړ.

د یاد مرکز ښوونکي اجمل ځلاند وویل، په تېره یوه میاشت کې يې زده کوونکو ته د ګرامر په برخه کې څو زمانې وویلې، د دې لپاره چې ارزونه يې شوې وي د ویل شویو درسونو ازموینه يې واخیستله.

د حریت اونیزې مسؤل مدیر دادمحمد ناوک تېره دوشنبه په همدې مناسبت دایر شوي مجلس کې وویل، مهمه دا ده چې د نورو ژبو له زده کړو سره په هغه ژبه کې شته علومو ته لاس رسی ولرو، په وینا يې باید هڅه وشي چې د انګلیسي له زده کړې سره د انګلیسي فرهنګ د خپلولو کوشش ونه شي.

د نوموړي په خبره یوه ژبه د هغې ژبې اړوند فرهنګ لپاره د دروازې حیثیت لري، چې د انګلیسي په زده کولو سره موږ له غربي فرهنګ سره مخ کېږو او باید هڅه وکړو چې خپلو خلکو ته د غرب د لوېدلي فرهنګ نواقص مخې ته کېږدو.

ناوک زیاته کړه باید د ژبو په زده کړه کې هڅه وشي او دا تصور له ذهنه و ایستل شي چې د انګلیسي، عربي، اردو یا هرې بلې ژبې په زده کولو سره به هرو مرو زموږ په اقتصاد کې ښه والی راځي، بلکې تر دې باید لوړ فکر ولرو.

د یاد مرکز زده کوونکو د حریت فکري روزنې دا هڅې وستایلې چې د دوی لپاره يې په وړیا توګه داسې زمینه برابره کړې او هیله يې څرګنده کړ چې دا محدود فعالیت لا پراخ او که امکان ولري ولایاتو ته هم وغځول شي.

په دې مجلس کې لومړۍ درجه وکیل احمد، دویمه درجه مهراب الدین او درېیمه درجه عجب خان په ځينو ډالیو هم ونازول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx